د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ماشومان لا هم قانوني حفاظت نه لري


د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره نړیوالې ادارې یونیسف په تیره میاشت کې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو، په باکستان کې قانون د هغو ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره پوره ندی چې په بازارونو ، کارخانو او یا نورو ځایونو کې کارونه کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره نړیوالې ادارې یونیسف په تیره میاشت کې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو، په باکستان کې قانون د هغو ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره پوره ندی چې په بازارونو ، کارخانو او یا نورو ځایونو کې کارونه کوي.

بلخوا په باکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې بیا وایي په بلوچستان صوبه کې په دې اړه تر ټولو لږ کار شوی دی.

په اسلام اباد کې د سیو دي چلډرن یو کارکونکی ارشد محمود وایي د نورو صوبو په مقابل کې په بلوچستان کې د اتلسم بدلون وروستو د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره د قانون په برخه کې کار ندی شوی:

((د اتلسم بدلون وروستو دې وخت کې په بلوچستان کې د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره څه قانون سازي نده شوې، او پخوانی قانون موجود دی))

د یونیسف په دغه رپوټ کې دا وییل شوي دي پاکستان ۱۵ کاله مخکې په ۲۰۰۰م کال دوی ته داوییلي وو، چې دغه هیواد به د ماشومانو نه جبري کار اخیستل ختموي، ولې تر اوسه یي خپل دغه لوظ سر ته ندی رسولی.

د کوټې نه خبریال سید علي شاه وایي په صوبه کې څه نا څه۲۳ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي، او په دغو کې زیاتره مزدوریانې کوي.

(( د وزیراعله عبدالمالک بلوڅ تر مخه په دغه صوبه کې ۲۳ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي په دغو کې زیاتره ماشومانو مزدوریانې کوي، لکه په کوټه ښار کې داسې ډیر ماشومان لیدل کېږي، ډیر پکې بیا نشې هم کوي، څه په بدو لارو لاړ شي، نو باید حکومت دې اړخ ته پام وکړي))

بلخوا په بلوچستان اسمبلۍ کې د پوښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي اسمبلۍ او د افرادي قوت او د مزدورانو د حقونو په اړه د حکومتي کمیټۍ یو غړی منظور احمد کاکړ وایي دوی په دې لړ کې د مزدورکاره ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره په یوې پالیسۍ او قانون کار پیل کړی دی:

(( دوی د داسې ماشومانو لپاره ادارې لري، لکه بلوچستان ایجوکیشن فاونډیشن دی ، په پشین ، ژوب، قلا سیف الله او یو شمیر نورو ځایونو کې دوی ته د کار نه وروستو تعلیم ورکول کیږيدغه مزدورکاره ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره کار روان دی او زه پخپله هم په داسې ځایونو چاپې وهم چیرته چې ماشومان کارونه کوي))

یونیسف په باکستان کې د مزدورکاره ماشومانو په اړه په خپل رپوټ کې دا هم وایي پاکستان له دوی سره ۱۵ کاله وړاندې چې د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره کوم لوظونه کړي وو په هغو کې يي یو هم سر ته ندی رسولی، او باید د قانون د جوړولو سره سره دغه هیواد د قانون عملي کولو ته هم پام وکړي.

XS
SM
MD
LG