د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په غزني کې څلور ولسي وګړي تښتولي


د غزني چارواکي وايي، طالب وسله وال د دغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې څلور تنه عام وګړي تښتولي دي.

د غزني چارواکي وايي، طالب وسله وال د دغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې څلور تنه عام وګړي تښتولي دي.

په تښتول شويو کسانو کې دوه ښځې او يو ماشوم هم شامل دی.

چارواکي وايي، طالب وسله والو د دوشنبې پر ورځ ناوخته د ګيلان ولسوالۍ په رسنه سيمه کې څلور تنه عام وګړي تښتولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

دغه کسان د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکي وو او د غزني ښار ته راپرلاره وه وو چې طالبان ورباندې پېښ شوي او تښتولي يې دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، دوه ښځې، يو ماشوم او يو موټر چلوونکي د غزني ښار ته را روان وو چې طالبانو په ګيلان له سړکه کښته کړي او له ځان يې بېولي دي.

دی وايي، دغه کسان د جاغوري ولسوالۍ د انګوري سيمې اوسېدونکي وو.

د ده په خبره، اوس قومي مخور هڅې کوي چې تښتول شوي کسان بېرته له طالبانو څخه راخوشې کړي، خو وايي، تر اوسه پورې لا نه د تښتول شويو کسانو مړی ژوندی مالوم دی او نه هم قومي مخورو د دوی تښتوونکي موندلي دي.

"تېره ورځ يو موټر چې دوه ښځې، يو ماشوم او يو سړی پکې سپاره وو، په ګيلان سيمه کې طالبانو ته په لاس ورغلي دي او له بده مرغه هغوی تښتولي دي."

تر اوسه پورې د دغو کسانو د تښتولو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو چارواکي يې د طالبانو کار بولي.

په غزني کې تر دې وړاندې هم څو ځله وسله والو له موټرو څخه عام وګړي کښته کړي او تښتولي وو.

XS
SM
MD
LG