د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلدیاتي حکومتونه: د عوامي نیشنل ګوند بریالي غړي بیا کلتوري هلې ځلې پیلوي


پراګ - د خيبر پښتونخوا د مۍ د دېرشمې په بلدياتي انتخاباتو کې عوامي نيشنل ګوند د تحصيل او ضلع کونسلونو د پام وړ څوکۍ ګټلې دي.

د ياد ګوند کونسلران هيله ښيي چې د ځايي حکومتونو په وجود کې له راتللو سره سم به هغوی د کلتوري پروګرامونو لپاره خپل پلانونه عملي کول شروع کړي.

د چارسدې د رځړ ۲ يونين کونسل نه د ضلع کونسل لپاره کامياب شوی د عوامي نيشنل ګوند غړی هارون خان وردګه وايي، پارټي يې پر دې عقيده ده چې د پښتني کلتور د ژوندي ساتلو او هغې ته د ودې ورکولو لپاره بايد کار وشي.

د نوموړي په خبره، دوی په پام کې لري چې د يوه ځانګړي پروګرام له لارې د سيمې د سکولونو ماشومانو ته د پښتنو اتلانو د ژوند او د هغوی د زيار په اړه مالومات ورکړي.

((زموږ د پښتو چې کوم کلچر و، ټپې وې، سندرې وې، ادبي غونډې وې، هغه ټول ختم شوي دي. موږ يو سيکولر جمات يو، پر مذهب هم ښه ټينګ ولاړ يو، خو د پښتنو روايات کله هم له پامه نه شو غورځولای. دا زموږ لپاره يو غټ چيلنج دی، خو انشاالله سر ته به يې رسوو. موږ دلته په سلګونو ادبي غونډې کړي، او اوس غواړو چې د سکولونو ماشومان خبر کړو چې د هغوی اتلان څوک دي او د هغوی لپاره يې څه کړي دي.))

د صوابۍ د پنج پير کلي نه د تحصيل کونسل لپاره منتخب شوی د عوامي نيشنل ګوند غړی ګوهر خان وايي، له خپلو اتحادي ملګرو سره، چې د جميعت علمای اسلام ف ډلې غړي هم پکې شامل دي، په سلا مشوره به د ښکليو هنرونو د زده کړې يو مرکز جوړولو لپاره کار کوي.

((اميد دی چې په يوه هفته کې دا حکومت جوړ شي. موږ يو فورم جوړوو، او غواړو چې له لارې يې د يو ميوزک هال جوړولو لپاره کار وکړو. موږ سره په حکومت کې جی يو ای ملګرې ده، خو موږ به هڅه وکړو چې په دغه اړه د دغه ډلې د ملګرو رضايت تر لاسه کړو.))

ګوهر خان زياتوي، په صوابۍ کې د سپورتي لوبو، په تېره د سيمې د روايتي لوبو د پرمختګ لپاره هلو ځلو ته يې په خپله کاري ايجنډا کې مهم ځای ورکړی دی.

((سپورټس کمېټۍ به جوړوو. د کرکټ، فټ بال او داسې نورو لوبو ټيمونه به راجسټر کوو او بېلا بېلو ضلعو ته به يې د سياليو لپاره ليږو. دغه راز د خپلو روايتي او قامي لوبو، لکه مخه شوه، کوډه شوه، د هغو د پرمختګ لپاره به هم ډېر کار کوو.))

د مردان د مايارو کلي حمايت مايار، چې د ده تعلق هم له عوامي نيشنل ګوند سره دی او د يادې ضلعې ناظم پاتې شوی، وايي چې ځايي حکومتونه د کلتوري پروګرامونو او د ځوانانو مثبتو سرګرميو ته د جلبولو په برخه کې ډېر څه کولای شي.

(( زما د ناظمۍ په دوره کې موږ په مردان کې يو شمېر ادبي او کلتوري پروګرامونه کړي وو. شاعرانو ته مو کتابونه چاپ کړي وو، د سپورتي لوبو مقابلې مو کړې وې، د سيمې زړې او روايتي لوبې مو هم پر مخ وړې وې. دغه راز د سيمې له سندرغاړو سره مو يو لړ مرستې کړې وې. لنډه دا چې په ځايي حکومتونو کې دغه رقم بلها کارونو کېدلای شي.))

حمايت مايار، چې د مردان د ضلعي ناظم څوکۍ تر لاسه کولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړي، د سيمې امنيتي ستونزو ته په اشاره وايي چې که د ځايي حکومتونو مشرتابه له داسې خلکو جوړه وي چې پر پښتو او پښتونواله ميين وي، نو په خبره يې چې کلتوري کارونه به پر مخ ځي.

XS
SM
MD
LG