د لاسرسي ځای

تازه خبر

لواړګي کې د FCR پرضد لویه مظاهره وشوه


لواړګي کې مظاهره
لواړګي کې مظاهره

د یکشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په لواړګي بازار کې د FCR قانون پرضد یوه لویه مظاهره وشوه چې پکې خلکو د دې نظام د نه منلو شعارونه ورکړل. مظاهره کونکیو همدارنګه په قبایلي سیمو کې د بلدیاتي نظام په حق کې هم خپل غږ پورته کړ.

په دې مظاهره کې د عوامي نیشنل ګوند، پاکستان تحریک انصاف ، پاکستان پیپلز ګوند، جماعت اسلامي، جمیعت علما اسلام او مسلم لیګ « ن » مشرانو ویناوې وکړې. په خیبر ایجنسۍ کې د عوامي نیشنل ګوند مشر شاحسین شینواري د دې مظاهرې په اړه مشال راډیو ته وویل :

« دا اتحاد د هغه کمیشن خلاف جوړ شوی دی چې ګورنر جوړ کړی او د بلدیاتي نظام په اړه یې پکې سپارښتنې وړاندې کړي دي. دوی د قبایلي سیمو ټول واک پولیټیکل انتظامیې ته ورکړی چې مونږ یې ورسره نه منو. »

شاحسین شینواری وايي په کومه طریقه چې په ښاري سیمو کې بلدیاتي انتخابات کیږي هماغه دې په قبایلي سیمو کې هم رایج کړی شي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ حضرت ولي اپریدي مشال راډیو ته وویل چې دوی د انګریزانو د زمانې نه د پاتې ایف سي ار قانون منلو ته په هیڅ حال تیار نه دي ، ځکه چې د همدې نظام له وجې قبایلیان د ژوند په ټولو چارو کې له نورو وروسته پاتې دي.

په خیبر ایجنسۍ کې د جمیعت علما اسلام امیر مفتي اعجاز بیا داسې څرګندونې وکړې :

« مونږ بلدیاتي انتخابات غواړو ، خو اول دې له قبایلي سیمو د جنګ له کبله نورو سیمو ته کډه شوي قبایلیان بیرته خپلو سیمو ته ولیږل شي. له هغې وروسته دې بیا مونږ ته د بلدیاتي انتخاباتو پروسه پرانیستل شي. »

همدارنګه یو شمېر نورو مشرانو بیا وویل چې د FCR قانون د قبایلي خلکو بنیادي حقونه تر پښو لاندې کړي نو زر دې ختم کړای شي. دوی زیاته کړه چې دا قانون د بشري حقونو پرضد دی او د قبایلو ازادي یې ختمه کړېده، داد جمهوریت ، اسلام او دپاکستان د ائین سره په ټکر کې نظام دی.

په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات د مئي په دیرشمه نېټه ترسره شول ، د قبایلي سیمو اوسیدونکي هم دا مطالبه کوي چې د دوی په سیمو کې دې هم بلدیاتي انتخابات وشي، داسې بریښي چې حکومت هم دې ته زړه ښه کړی، خو د قبایلو غوښتنه داده چې دغلته دې هم د ښاري سیمو په شان په ازاده توګه بلدیاتي انتخابات وشي او پولیټیکل انتظامیې ته دې ټول واک نه ورسپارل کیږي.

XS
SM
MD
LG