د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ۲۰۱۵-۲۰۱۶م لپاره د ۴۳۱۳ اربه روپیو بودیجه وړاندې کړه


د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار

د پاکستان وفاقي وزیر اسحاق ډار د جمعې په مازیګر قومي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال لپاره د مجموعي ۴۳۱۳ اربه روپیو حجم لرونکې بودیجه وړاندې کړه.

اسلام اباد: د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶م مالي کال لپاره وفاقي بودیجه وړاندې کړه.

د پاکستان وفاقي وزیر اسحاق ډار د جمعې په مازیګر قومي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال لپاره د مجموعي ۴۳۱۳ اربه روپیوحجم لرونکې بودیجه وړاندې کړه.

د پاکستان د سرکاري راډیو پر ویب پاڼه د ورکړل شوو مالوماتو له مخې ، په بودیجه کې ۷۰۰ اربه روپۍ د دې لپاره بېلې کړل شوې دي چې د وفاقي حکومت له اړخه به د پرمختګ پر کارونو لګول کېږي.

خبر زیاتوي چې ۸۱۴ اربه بیا د صوبو لپاره بېلې کړل شوې دي چې هغوی پرې د پرمختګ پروژې پیل او سر ته ورسوي.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار پر دې موقع اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل چې د ملک په دفاعي بجټ کې ۱۱ فيصده زياتوالی شوی دی.

د خزانې وفاقي وزير زياته کړه چې په ملک کې د بجلۍ د کمي پوره کولو لپاره ۲۴۸ اربه روپۍ په بودیجه کې اېښودل شوې دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG