د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر پېلس مېلمستون د بریدګرو سرغنه ونیول شوه


د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست چارواکي وايي، د کابل ښار پر پارک پېلس مېلمستون د حملې دوه طرحه کوونکي نیولي دي.

په افغانستان کې چارواکي وایي، چې نن ګهیځ «چارشنبه»په لوګر او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله طالبانو په ډلیزو بریدونو کې دیارلس تنه وژل شوي دي.

په لوګر کې د ملي اردو څلورمې لېوا مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډيو ته ویلي، په څرخ او برکي برک ولسوالیو کې د ملي اردو پر پوستو تر سپېدو مخکې له یرغلیز بریده یو افغان سرتېری او اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بلخوا د فاریاب سبز پوش ولسوالۍ امینه قومندان ازادۍ راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو ګهیځ په بای مغلي سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته حمله کړې چې پکې دوه تنه پولیس او دوه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې نړیوالو ځواکونو د وسله والو مخالفانو پټنځایونه په نښه کړي دي.

د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل ازادي راډيو ته وویل، دا حمله چې تیره ورځ «سېشنبه» ناوخته شوې چې پکې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي څلور بهرني وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

قوماندان وايي چې په حملې کې ولسي وګړو ته تلفات نه دي اوښتي.

دا په تیروڅو ورځو کې په کونړکې د نړيوالو ځواکو د بې پیلوټه الوتکو څلورم برید دی چې پکې بهرنیو او کورنیو وسله والو ته مرګ ژوبله اوړي.

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وایې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸وسله وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار پر پارک پېلس مېلمستون باندې د حملې دوه طرحه کوونکي نیولي دي.

له دې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا دوه تنه نیول شوي کسان د حقاني شبکې غړي دي او له میدان وردګه او کابل ښاره نیول شوي دي.

خبرپاڼه وایي نیول شوو کسانو اعتراف کړی چې په یاد میلمستون باندې حمله د حقاني شبکې د ترهګرې ډلې لخوا په پېښور کې پلان شوی وو.

نږدېدرې اونۍ مخکي یو شمیر وسله والو کسانو د کابل په پارک پلس میلمستون باندې حمله وکړه او د بهرنیو وګړو په ګډون څوارلس تنه یې ووژل.

د خوست ښار د سپین جومات په سیمه کې د دوو کورنیو غړو په خپلو کې جګړه کړې، چې پکې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت مقام ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وویل، چې دواړه کورنۍ خپلو کې تربرونه دي.

ده وویل، چې په پیل کې څلور واړه کسان ټپیان ول، خو وروسته یو تن ټپي په روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG