د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول ګوندیزه غونډه او د بلوچستان سیاسي ګوندونو نظر


نن «سېشنه« د بلوچستان په کوټه کې د مستونګ د پښتنو پر ډله ایزې وژنې ټول ګوندیزه غونډه ترسره کېږي چې د رسنیو د راپورونو له مخې،مشرې به یې د پاکستان وزیراعظم،نوازشریف کوي.خو دا چې اصل کې بلوچستان کې موجود پښتانه سیاسي مشران دې غونډې او د دې صورتحال پر پس منظر څه نظر لري؟ زموږ خبریال نیازموساخېل د ځینو سیاسي مشرانو نظر په دغه رپورټ کې را اخیستی دی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویاند، رضا محمد رضا په خبره، په مستونګ کې د پښتنو ټولوژنه دومره لویه پېښه ده چې ټول ګوندیزه غونډه پرې رابلل یې واقعي ضرورت وو:

«دا پخپله دومره لویه ملي غمیزه او سانحه ده چې کراچۍ ته روان پر پښتنو عامو مسافرو دردناکه او وحشیانه برید وشو،چې دا د پښتون-بلوڅ صوبې تر ټولو لویه پېښه ده چې په تاریخ کې کمه زموږ تر سترګو شوې ده.نو دا دومره بې جوازه او ناقابل معافي جرم دی چې نوټس یې اخیستل ضروري وو»

رضا محمد رضا په دغه اړ زیاته کړه چې د دې ټول ګوندیزې غونډې پایلې به ښې وي. دی مثال ور کوي چې د ګوادر-کاشغر د لارې پر مسلې په کوټه کې د می ۱۶مې ټول ګوندېزې غونډې نتیجه ټولو ولیدله چې د پښتنو دریځپکې ومنل شو:

«د دې غونډې ارزښت (اهمیت) په دې دی چې د ملک وزیراعظم په خپل سر په دې کې ګډون کوي او د هېواد نور لوړ رتبه پوځي او سیاسي مشران هم پکې وي. دا شان موږ به په ښه توګه خپله خبره تر دوی ور ورسوو او کوم قوتونه چې په دغه صوبه کې امنیت خرابوي، د هغو خلاف تر اوسه هېڅ ګامونه نه دې پورته کړل شوي. نو دغه هیله لرو چې یو پلان (تګلاره) به جوړ شي چې د امنیت خرابونکیو په خلاف به ګړندي ګامونه پورته کړل شي»

د پښتون ملت پاله عوامي نېشنل ګوند یو صوبایي مشر او د دغ ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی،رشید ناصر بیا وایي چې دوي به په ټول ګوندیزه غونډه کې خپلې غوښتنې وړاندې کوي:

«موږ ټول ګوندونه به دا غوښتنه ولرو چې د دا خلکو(وسله والو) په خلاف دې عملیات تېز کړل شي، ځکه دغو قوتونو داسې ناروا عمل کړی دی چې دا په هېڅ قیمت د بخښلو وړ نه دی. نو چون د دې مُلک د تور او سپین (هر څه) مالکان دغه خلک (واکمنان یادوي) دي، نو موږ غوښتل چې دوی دلته راشي او مخامخ خبره سره وکړو او په مجلس سر سره خلاس کړو. موږ به په دې ټول ګوندیزه غونډه کې برخه اخلو او غوښتنه به کوو چې د ویره خورونکیو په خلاف دې بلا تفریقه عملیات وشي»

د جمعیت علما اسلام (ف) بلوچستان جنرل سیکرټر، سیکندر اېډوکېټ بیا وایي، په ټول ګوندیزه غونډه کې به واکمنانو ته سپینه او سپا خبره کوي:

«دا د مسلې حل نه دی چې یو پر بل پړه سره واړول شي. وزیراعظم د هېواد مشر دی.نو ده ته به دا خبره په ګوته کړل شي چې خبره کېږي د دننه او بهرنۍ لاسوهنې، نو د اندرون مداخلت د مخنیوي ذمه واره هم تاسو یاست او د بیرون د لاسوهونې د مخنیوي هم»

یاده دې وي،د جون پر ۲مې نېټې په کوټه کې ټول ګوندیزه غونډه د مستونګ له هغې خونړۍ پېښې وروسته ترسره کېږي، چې پکې د تېرې جمعې په ورځ ناوخته خوا وشا ۲۱ پښتانه مساپران د یونایټېد بلوڅ ارمي په نامه وسله والې ډلې له خوا وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG