د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میا افتخار حسېن په نیولو د وزیر اعظم نواز شریف خپګان


وزیراعظم د خېبر پښتونخوا له پولیس مشر، انټېلیجېنس بیورو او نورو استخباراتي ادارو د پیښې پلټنو رپورټ غوښتی دی.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي جنرل سیکرېټري او د اطلاعاتو پخواني وزیر میا افتخار حسېن په نیولو او له هغه سره په ناوړه چلند خواشیني ښودلې ده.

د پاکستان سرکاري ټي وي د وزیراعظم له خولې وایي، چې له سیاسي شخصیاتو سره بايد د قانون په چوکاټ کې دننه له پاته کېدو سره سره درناوی وشي.

د دې ترڅنګ د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علی خان د میا افتخار حسېن په نیولو اندېښنه ښودلې او د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې ته یې احکامات جاري کړې دي چې له صوبایې حکومته دې د دې پېښې رپورټ وغواړي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د اتوار په ورځ یوه خبري کانفرنس کې د وفاقي حکومت او د پاکستان پیپلز ګوند شریک چیېرمېن اصف علي زرداري پر بیانونو په خپل غبرګون کې وویل چې صوبایې حکومت کې هېچا هم د میا افتخار حسېن د نیولو په اړه نه دي ویلي او نه د خېبر پښتونخوا پولیس تر سیاسي اثر لاندې دی.

د ذکر ده د پاکستان پیپلز ګوند شریک چیرمین اصف علی زرداري د میا افتخار حسین په نیولو سخت نتقید کړی وو او ویلي ول چې داسې نیونې د امرانه فکر ښودنه کوي.

پولیسو د عوامي نېشنل ګوند رهمنا میا افتخار حسېن د پاکستان تحریک انصاف د یو کارکن د وژنې په تور نیولی دی او د اتوار په ورځ یې له عدالته د یوې ورځې لپاره له هغه د پوښتنوګروږنو «جسماني ریمانډ» کولو اجازه هم اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG