د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان لا هم د ښو او بدو طالبانو ترمنځ فرق کوي'


د پېښور ارمي پبلیک سکول کې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي زده کوونکي. ۲۰۱۴م کال ۱۶م ډیسېمبر
د پېښور ارمي پبلیک سکول کې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي زده کوونکي. ۲۰۱۴م کال ۱۶م ډیسېمبر

خبره دا وه چې د ښه او بد طالب ترمنځ به فرق نه کيږي خو د کوټه شوری پر ضد هيڅ اقدام نه دی شوی نو ددې مانا دا شوه چې د ښه او بد طالب ترمنځ فرق اوس هم شته.

د پروسږ کال په ۱۶م دیسېمبر پر پېښور ارمي پبلیک سکول د وسله والو طالبانو چې پکې تر ۱۴۰زيات ماشومان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي ول، ټول هېواد و لړځاوه.

وزيراعظم نواز شريف پخپله وينا کې وويل چې د پېښور سکول پېښې د ترهګرو او ولس ترمنځ يوه کرښه را و کښله.

د ترهګری نابودلو لپاره يو شل نقاطي پلان جوړول د رياستي ادارو او سياسي ګوندونو لومړی ردعمل وو. په دې کې مدرسه اصلاحات، پر هغو ناقانونه وسله والو ډلو بيا بنديز لګول چې په نورو نومونه له نوې سره فعاله شوې، کرکه خورونکې مواد نيول او له منځه وړل، د وسله والو مالي سرچيني وچول، سزا شوي ترهګراعدامول او ځينې نور اقدامات شامل ول.

هم د دې پلان په رڼا کې پارلېمان د قانون منظورولو له لارې پوځي عدالتونه هم جوړ کړل شو. خو اوس چې شاوخوا پنځه مياشتي تېرې شوې نو ځينې کارپوهان فکر کوي چې په تګلاره له هیلې سره سم عمل نه دی شوی.

په پېښور کې د دفاعي چارو کارپوه بريګېډيېر سعد محمد خان وايي، يوازې په عسکري ډګر کې پرمختګ لیدل شوی دی خو د مدرسو اصلاحاتو، کراچۍ امن و امان، جماعتونو يا مدرسو کې کرکه خورونکې ويناوو په مخنوي کې او د فرقيځه وسله والو ډلو پر ضد ولسي حکومت څه خاص ګامونه نه دي پورته کړي.

په اسلام آباد کې د يوه تنک ټنک پاکستان انسټيټوټ فار ډايلاګ اینډ ري کونسليشن مشر شاهد الياس په دغو شل خبرو کې درې نقطې ډير مهمي بولي چې دده په وينا په اړه يې څه عملي اقدام و نه لېدل شو.

( لومړی خبره دا وه چې ښه او بد طالب ترمنځ به فرق نه کيږي خو د کوټه شوری پر ضد هيڅ اقدام نه دی شوی نو ددې مانا دا شوه چې د ښه او بد طالب ترمنځ فرق اوس هم شته. دومه خبره داوه چې پر هغو وسله والو ډلو به بيا بندېز لګول کيږي چې د جنرال مشرف په واکمني کې ناقانونه ګرزول شوي وو چې بيا بيرته په نوو نومونو فعاله شول، په دې کې سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او د حافظ سعيد جماعت الدعوی ښه فعاله دي. دريمه خبره د مدرسو اصلاحاتو وه خو په دې کې هم حکومت د مصلحت ښکار دی)

خو حکومتي دريځ بيا د کارپوهانو برعکس دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزير پروېز رشيد د سه شنبې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې نيشنل ايکشن پلان لنډه مهاله نه بلکه اوږد مهاله تګلاره ده چې نتيجي يې وار له مخ ليدل شوي دي.

(نيشنل ايکشن پلان يو پراخ بنسټه پلان دی. په دې کې ځيني اقدامات داسي دي چې موږ به يې په لنډه موده کې کوو، ځيني منځ مهاله او ځيني بيا اوږد مهاله ګامونه دي. په لنډه مده کې چې کوم کارونه کول وو پر هغو په ډيره تيزي سره عمل شوی دی او نتيجې يې هم زموږ مخي ته دي. په دې کې ضرب عضب آپريشن ، د کراچۍ د امن و امان مسيله ، د ترهګرو نيول او د جاسوسي ادارو پخپلو کې مربوطه رابطې شامل دي. ددې ټولو نتيجه دا شوه چې پخوا به په پاکستان کې هره ورځ د ترهګری دوې پيښې کېدلې خو اوس تر هفتو اومياشتو پوري دغسي بد خبرونه نه اورو.)

پرويز رشيد زياته کړه چې د مرکزي حکومت پرته د صوبو کار هم دی چي پر پلان عملدرامد وکړي خو دده په خبره د پنجاب بغير نور درې واړو صوبو په دې لړ کې سستي ښکاره کړېده.

XS
SM
MD
LG