د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې ډرون برید شپږ وسله وال ووژل


دنورستان امنیه قومندان جنرال خلیل الله ضیايي ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسله وال تیره شپه ددې ولسوالۍ په مندیش سیمه کې وژل شوي دي.

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

دنورستان امنیه قومندان جنرال خلیل الله ضیايي ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسله وال تیره شپه ددې ولسوالۍ په مندیش سیمه کې وژل شوي دي.

دسیمي اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې په دغه هوايي حمله کې تر شلو پوري وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادوني وړ ده چې تیره ورځ بیا په کونړ کې دبې پیلوټه الوتکي په هوايي حمله د کې دملا فاضل په نوم دوسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان وژل شوی وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


تخار برید

د تخار اشکمش ولسوالۍ دتحقیق برخې څارنوال او د هغه زوی نن سهارد ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې ووژل شول.

د تخار امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادۍ راډیو ته وویل چې څارنوال سید محمد او زوی یې له خپل کوره دفتر ته پر لاره تر برید لاندې راغلل.

کابل برید

د کابل امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، بېګا شپه د وزیر محمد اکبر خان مېني په سیمه کې پر هیټل مېلمستون برید د څلورو بریدګرو په وژلو سره نن سهار «چارشنبه» پای ته ورسېد.

قومندان عبدالرحمان رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل چېپه دغه حمله کې ولسيوګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی .

د روانې میاشتې په پیل کې هم د کابل پر پارک پېلس مېلمستون د برید په ترڅ کې د څو بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG