د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا ښاروالۍ ټاکنو لپاره شپږنیم زره ښځې ولاړې دي


کوز دیر سره تعلق لرونکې شاهین بیګم چې د ښځو مخصوص څوکې له ولاړه ده وایې چې انتخاباتي کمپاین یې ښه روان دې او هیله منده ده چې د دوی ګوند به یې وګټي.

په خیبر پښتونخوا کې د کال ۲۰۱۵ مقامي انتخابات چې راروان خالي په ورځ کیدونکې دې ، څه د پاسه په شپږنیم زره سیټونو به شاه خوا اونیم زره زنانه برخه اخلې.

شاه خوا دا اونیم زره زنانه چې د خیبر پښتونخوا هرې ضلعې سره تعلق لري، د نارینه و پشان خپلې کامیابې لپاره یې انتخاباتي مهم روان کړې دې او د ووټ اخسیتو لپاره کور په کور کمپاین چلوي.

هم پدې کې یوه زنانه لیلا هم ده چې ملاکنډ ایجنسې سره تعلق لري او شپاړسم پاس ده ، مشال راډیو سره په خبرو کې اوویل چې هغه سیاست ته ځکه راتلل غواړې چې د خپلې سیمې د زنانو حق ترلاسه کړې.

د دې په وینا چې لارې، کوڅې ، ګیس او اوبه بنیادي مسلې دې کوم چې حل کول پکار دي خو هغې بنیادي مقصد زنانو ته د هغې خپل مقام ورکول دي کوم چې د دې په سیمه کې زنانو ته نشته.

د خپل انتخاباتي کمپاین په اړه نوموړې زیاته کړه چې جنرل سیټ لپاره ورسره مقابله کې درې نورې زنانه ولاړې دي خو د پولیو په کمپاین او نورو مرستو له وجې خپله علاقه کې پیژندل کیږي.

خو دا وایې چې مقامي انتخاباتو کې خپل یو ورور یې مخالفت کوي.

،، پنځه وړوڼه مې دې چې يو پکې راسره تعاون نه کوي او زما خلاف دې ، او په کلې کې خلکو ته وایې چې ووټ ورله مه ورکوې خو خلک ورته وایې چې پکې دا خبره وینو چې موږ له هر ځایې کې کار کولې شي. دا ورته هم وایې چې باشعوره ده او تعلیم یافته ده او مخلصه ده نو ته یې ورور یې د کور معاملې په کور اوساتې او موږ د ووټ ورکولو نه مه منې کوه،،

کوز دیر سره تعلق لرونکې شاهین بیګم چې د ښځو مخصوص څوکې له ولاړه ده وایې چې انتخاباتي کمپاین یې ښه روان دې او هیله منده ده چې د دوی ګوند به یې وګټي.

،، زموږ کمپاین چلیږي او کور په کور خپل انتخاباتي کمپاین لپاره ګرځو ، زموږ په علاقه کې ریلیانې هم کیږي زموږ بینرې هم لګیدلې دې. د دې ترڅنګ زموږ د انتخاباتو په اړه تربیت هم روان دې او د ووټ په اړه خلکو کې اګاهي راولو چې د ښځې ووټ اچول ډیر ضروري دې او پدې خبره ښځې پویه وو چې د خپل حق استعمال به کوې او یو تن به منتخب کوې ،،

د پیښور هزار خوانې نه په اقلیتي چوکې بلا مقابله د ضلعې کونسلر ووټونه ګټونکې حمیرا یعقوب وایې چې سیاست ته راتلو وجه یې د خپل قوم لپاره دهغې جایزه حق غوښتل دي.

د دې په وینا ،، زمامقصد خو دا دې چې اول خپل پیژندګلو جوړول او دویم دا چې زموږ قوم کوم چې شاته پاتې شوې دې هغې مخکې راوستل دي. او بل دا چې زموږ د نوکریانو لپاره کومه پنځه فیصده کوټه وي موږ ته خو مالومه نه وي هغه کوم ځایې ځي نو زموږ تعلیم یافته خلک چې هغې د نوکرو لپاره درخاست ورکوي نو ورته ویل کیږي چې موږ سره ځایې نشته ، دا هم مالومول دي چې دا چرته ځي ،نو موږ له خپله ځان جوړول دي ، مخکې تلل دي زموږ هم پیژندګلو شته او موږ هم پاکستانیان یو او ستاسو برخه یو،،

د ذکر ده د پاکستان نورو صوبو په نسبت خیبر پښتونخوا زنانو لپاره ۳۳ فیصده کوټه مختص کړې ده ، د پنجاب او سند صوبې په حکومتونو د زنانو د حقونو کار پوهانو لخوا د زنانو کوټه کمولو په اړه تنقید شوې وو او زور پرې ورکړې شوې وو چې دوي دې هم کم از کم ۳۳ فیصده پورې کوټه اوساتي.

XS
SM
MD
LG