د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې کډوالو خپلو کلیو ته ستنېدو تازه لړۍ پیل شوه


پېښور - د قبایلي سیمو طبیعي یا قدرتي ناورینونو انتظام اداره (اېف ډي اېم اې) او د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د باړې اکاخېلو خپلو کلیو ته د ستنېدو لړۍ بشپړه شوې ده او د روانې یانې مې میاشت پر ۱۸مه او ۱۹مه د ملک دین خېلو کډوال خپلو کلیو، کورونو ته ستنېږي.

د دوی په خبره، د مې پر ۲۰مه او ۲۱مه کمر خېل، پر ۲۲مه او ۲۳مه زخه خېل او پر ۲۵مه د بر قمبر خېل کډوال خپلو کورونو ته ستنېږي. چارواکي وايي، پاتې قبیلې به د مې پر ۲۶مه او ۲۷مه خپلو کلیو ته ستنېږي.

د خیبر پولیټيکل اېجنټ شهاب علي شاه مشال راډيو ته وویل، ((د خیبر پښتونخوا ګورنر په ځانګړي پرمختیايي پیکېج یې عمل پیل کړی دی چې په باړه کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.))

د ده په خبره، په لومړي سر کې ستنېدونکو کډوالو ته د برېښنا، اوبو، ښوونځیو او روغتونونو اسانتیاوې برابروي او بیا به هلته د ورانو شویو ودانیو او د خلکو کورونو بیا رغونه او بیا وداني پیلېږي.

د شاه په اند، له دې سره به ستانه شوي کډوال بیا له خپل دود سره سم ژوند کول پیل کړي او کاروبارونه به یې هم روان شي.

د باړې یوه مشر سهېل احمد اپریدي مشال راډيو ته وویل، پر دې سربېره چې کډوال له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي ((خو دا هر څه زغمو او دلته په راتګ ډېر خوشاله یو. ټول خلک وايي، نوی ژوند مو شروع شو. دلته د خلکو کورونه وران دي، پاکې اوبه نشته، وران شوي سکولونه په خیمو کې اباد دي.))

اپریدی وايي، همدا لامل دی چې دوی ډېرو اسانتیاو ته اړتیا لري.

اېف ډي اېم اې وايي، په باړه کې د ناامنۍ او هلته د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ اوږدمهاله عملیاتو له کبله شاوخوا ۸۶ زره کورنۍ بې کوره شوې وې چې پکې دوی تر اوسه شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ خپلو کلیو، کورونو ته استولې دي.

XS
SM
MD
LG