د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر اقلیتونو بریدونه: عوامل څه دي؟


د پاکستان په کراچۍ ښار کې څو ورځې وړاندې وسله والو پر یو بس ډزې وکړې او د اسماعیلي مسلک سره تړاو لرونکي ۴۳ کسان يې ووژل.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې څو ورځې وړاندې وسله والو پر یو بس ډزې وکړې او د اسماعیلي مسلک سره تړاو لرونکي ۴۳ کسان يې ووژل.

په اقلیتونو د بریدونو په نتیجه کې ګڼ شمیر هزاره ګان ، هندوان او عیسایان او د نورو یو شمیر اقلیتونو غړي د هیواد نه په تیخته هم مجبوره شوي دي.

په پېښور کې د قانوني چارو کارپوه شهاب خټک وايي، د پاکستان په دستور کې د اقلیتونو حقونه خوندي دي خو په ریاستي نظام کې ځنې داسې کمزورۍ ده چې له کبله يې دغه حقونه عملي کېږي نه.

شهاب خټک زیاتوي:په کراچۍ کې میشت خبریال او لیکوال علي ارقم بیا وايي چې د پاکستان له جوړیدو سره سم ځنې داسې مذهبي مشران او سیاستمداران د پاکستان په پالیسو غالب شو چې سخت دریزه وو او غوښتل يې چې د خپلې خوښې مذهبي فکر په خلکو په زور اومني.

نوموړې وايي، په اسلام اباد کې میشت د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک وايي نه خو د سیاسي ګوندونو له خوا او نه د ریاستي ادارو له خوا د اقلیتونو د خوندي کولو لپاره څه ګامونه اخستل کیږي.

تراوسه پورې د اقلیتونو او بشري حقونو د خوندي کولو معامله مدني ټولنو اوچته کړې ده خو ولې اوس د مدني ټولنې غړي هم د بریدونو ښکار دي.

ایمل خټک نور وايي،د مذهبي ازادیو په اړه د امریکه یو نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ صورتحال ډېر خراب دی. او د مذهبي اقلیتونو د تحفظ په اړه د ریاستي ادارو ردعمل مناسب نه دی.

پاکستان کې پر اقلیتونو بریدونه: عوامل څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG