د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د عوامي نيشنل ګوند لخوا ټول ګوندیزه غونډه پيل شوه


د عوامي نيشنل ګوند له خوا د ګوادر- کاشغر کوريډور په هکله يوه ورځنۍ ټول ګوندیزه غونډه پېل شوې چې مشري يې د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي.

د عوامي نيشنل ګوند له خوا د ګوادر- کاشغر کوريډور په هکله يوه ورځنۍ ټول ګوندیزه غونډه پېل شوې چې مشري يې د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي.

په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو سیاستوال ګډون کوي چې پکې د پاکستان پيپلز ګوند سیاستوال او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسيون مشر سید خورشيد شاه، د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې مولانا محمدخان شېراني، د نېشنل ګوند صوبايي صدر ډاکټر یاسين بلوچ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رضام حمد رضا، د پاکستان مسلم ليګ (ق) شيخ جعفر مندوخېل، د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره، د بلوچستان نيشنل ګوند سېنېټر ډاکټر جهانزیب جمال ديني، د جمعيت علماء اسلام نظریاتي مولانا عبدالقادرلوڼي او يو شمېر نور سیاستوال ګډون کوي.

دې ټول ګوندیز کنفرانس ته به ياد ټول سیاستوال ويناوې کوي، خو د پېل وينا د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې له ګوادر ټاکل شوي غړي میرحمل کليمتي وکړه.

د نوموړی په خبره د پاکستان واکمن د ګوادر بندر پر سر اربونو ډالرو معاهدې کوي خو د ګوادر له وګړو يې کله هم د دوی خوښه نه ده پوښتلي.

هغه زياتوي: ((حقیقت خبره دا ده چې تر ننه پورې نه صوبايي حکومت او نه هم مرکزي حکومت د ګوادر له خلکو پوښتلي چې تاسو څه غواړئ؟.))

د عوامي نيشنل ګوند لخوا په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې له پښتنو سیاستوالو سره سره بلوڅ ملتپال هم ګډون کوي او غوښتنه کوي چې د ګوادر- کاشغر اقتصادي لاره دې د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو او خېبرپښتونخوا تېر شي.

XS
SM
MD
LG