د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په دې خپرونه کې مو درته په پېښور کې د رباب زده کړې یوه مرکز پرانیستو موضوع راوړې. په پېښور کې نومیالی رباب غږوونکی وقار اتل وايي، لومړی استاد یې صاحب ګل دی او بیا وروسته یې له سیدا ګل مینا استاده زده کړې وکړې.
اتل وايي، ګڼ استادان لري او له ماشومتوبه یې د رباب زده کړه پیل کړه چې له کبله ترې د ښوونځي زده کړې پاتې شوې. د ده په خبره، د ملګرو په غوښتنه یې د رباب د زده کړو مرکز پرانیست او اوس د انټرنیټ له لارې هغو کسانو هم رباب ورزده کوي چې پېښور ته نشي ورتللای.
له وقار اتل سره مو نورې خبرې هم کړې دي او په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم درخپروو. د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
د پېښور د رباب زده کړو مرکز
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:22:16
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.