د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نرسنګ نړیواله ورځ ولمانځل شوه


په خوست کې یو شمېر ډاکټران او روغتیايي کارکونکي وايي، چې په روغتون او روغتیايي کلینیک کې نرسانې او پرستاران د ناروغانو په معالجه او د دوی په رواني درملنه کې مهم رول ترسره کوي.

په خوست کې یو شمېر ډاکټران او روغتیايي کارکونکي وايي، چې په روغتون او روغتیايي کلینیک کې نرسانې او پرستاران د ناروغانو په معالجه او د دوی په رواني درملنه کې مهم رول ترسره کوي.

دوی زیاتوي، چې د نرسانو پرته په روغتونونو او کلینیکونو کې نه یوازې ښه درملنه نه کیږي، بلکې ناروغانو څخه په ښه ډول مواظبت هم نه ترسره کیږي.

د سې شنبې په ورځ ډاکټر صدیق الله د نرسنګ د نړیوالې ورځې په مناسبت په لنکن ښوونیز مزکز کې یوې جوړې دستورې ته، چې په کې مدني فعالانو، ډاکټرانو او یو شمېر ښځینه نرسانو برخه اخیستې وه په خپلو خبرو کې په روغتونونو کې د نرسانو رول مهم او اساسي وباله.

ډاکټر صدیق الله وویل، چې یوازې یوه مهربانه نرسه او پرستاره کولای شي، چې د ناروغ په درملنه کې نه یوازې ونډه ترسره کړي، بلکې ناروغ ته د ښې روغتیا او ښه راتلونکي په اړه ډاډګیرنه ورکړي:

((په بهرنۍ نړۍ کې ښځینه نرسانې په روغتونونو کې ډېرې مهمې دي، هغوی نه یوازې د ډاکټرانو تجویز شوي درمل په ناروغانو تطبیقوي، بلکې هغوی په رواني لحاظ خوشال ساتي او هغوی ته د دوی د روغتیا په باب هر ساعت ډاډ ورکوي.

نرسه په روغتون کې د بیمار د کور د غړې په ډول وي، چې په دوامداره توګه په ډېرې مهربانۍ او شفقت د هغه څخه شیبه په شیبه مواظبت کوي.))

په دې ناسته کې د طب پوهنځي استاد مغفرت الله عمل په خپلو خبرو کې وویل، چې په افغانستان په په ځانګړي ډول خوست کې باید معالجه او درملنه معیاري بڼه خپله کړي او ډاکټران او نرسانې هم خپلې مسلکي چارې پر مخ بوځي.

نوموړي انديښنه وښوده، که چیرې د روغتیا د برخې ډاکټران او نرسان د خپلو مسلکي واکونو او برخو په چوکاټ کې قدم پورته نه کړي، نو خلک به ډاکټرانو ته په هغه درنښت قایل نه شي، چې طبابت يې اصلاً په بشریت کې لري.

د دې ناستې یو بل تن ویناوال مدني فعال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي وو، چې د روغتیايي لارښوونو او د ځینو ناروغیو د درملنې او وقايې په اړه يې د عامه پوهاوي په برخه کې په ځانګړي ډول د راډيوګانو او تلویزیونونو رول ډېر مهم وباله.

مهیدي وویل، چې راډیوګانې او تلویزیونونه باید خپلو روغتیايي خپرونو ته وړ ډاکټران وګماري او هڅه وکړي، چې روغتیايي خپرونه تر ډېره د تیوری پر ځای عملاً په روغتونونو او کلینکونو کې چمتو کړي.

یاده دې وي، چې د مې 12مه د قابلو د نړیوالې ورځې سره سمون خورې چې په اکثرو هیوادو کې له دغې ورځې نه لمانځنه کیږي، دغه ورځ د لمړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې د قابلو نړیوال فدراسیون لخوا ولمانځل شوه چې ورسته له هغې نه دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت و پیژندل شوه.

XS
SM
MD
LG