د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې نولس تنه برمته شوي مسافر خوشې شول


دغه کسان له دوولسو نورو مسافرو سره يو ځای څه موده وړاندې په زابل کې تښتول شوي وو.

د غزني چارواکي وايي، په زابل کې د تښتول شويو يو دېرشو تنو مسافرو له ډلې، نولس تنه يې نن سهار «دوشنبه» خوشې شوي دي.

چارواکي وايي، دغه نولس تنه برمته شوي مسافر نن سهار د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمې خلکو ته سپارلي دي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، راخوشې کړل شوي کسان روغ رمټ دي او د غزني چارواکي هڅه کوي چې اوس يې ښار ته راولي.

د غزني د ولايتي شورا رئيس خالقداد اکبري وايي، هغوی ګهیځ وختي د سيمې خلکو ته سپارل شوي او دا مهال په داسې ساحه کې دي چې هلته ټلېفونونه انتن نه ورکوي.

شاو خوا درې مياشتې وړاندې يوې ډلې وسله والو چې ځانونو يې په داعش پورې تړلي بلل، په زابل کې يو دېرش تنه مسافر له موټرو کښته کړل او نن يې له ډلې نولس تنه خوشې کړل.

XS
SM
MD
LG