د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د ملي یووالي حکومت دې خپلې ژمنې ترسره کړي"


demands of Provincial Council regarding reconstruction Projects in Khost .09-05-2015
demands of Provincial Council regarding reconstruction Projects in Khost .09-05-2015

د خوست د ولایتي شورا استازي، مدني فعالان او د ټولنیزو بنسټونو غړي وايي، اوس هغه وخت رارسیدلی، چې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران د خوست د خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي او په دې ولایت کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له پاره عملاً کار وکړي.

د خوست د ولایتي شورا استازي، مدني فعالان او د ټولنیزو بنسټونو غړي وايي، اوس هغه وخت رارسیدلی، چې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران د خوست د خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي او په دې ولایت کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له پاره عملاً کار وکړي.

دوی چې د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې زیاته کړه، چې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د افغان حکومت د چارواکیو له خوا د خوستوالو هیلو او غوښتنو ته توجه نه ده شوې.

د خوست د ولایتي شورا استازي عبدالولي واحدزي وویل، چې خوست ته د دویمه درجه ولایت د تشکیل او امکاناتو نه ورکول، د ډیریو ښوونځیو د ودانیو نه شتون، د روغتیا او بیارغونې په برخه کې د خوستوالو پریمانه ستونزې او د هوايي ډګر او غلام خان بندر په ترانزیټ کیدو کې اوږد ځنډ د دې سیمې خلک سخت ناهیلي کړي دي:

((په خوست کې تر اوسه په ملکي او پوځي برخه کې دریمه درجه تشکیلات موجود دي، په داسې حال کې چې تر یو کال ډېره موده وشوه، چې د دې ولایت تشکیلات دویمه درجه ته لوړ شوي دي، په خوست کې شپیته سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، بله ستونزه يې د ښوونکو کموالی دی، په خوست کې د یوسلو پنځوس بستریز روغتون امکانات په هېڅ صورت د خوست د خلکو له پاره بسنه نه کوي، د خوست شیخ زاید پوهنتون کدري روغتون چې څو کاله يې وداني جوړه شوې خو د پرسونل او د تجهیزاتو د نه شتون له کبله تش ولاړ دی، موږ په مرکزي حکومت غوښتنه کوو، چې نور دې خوستوال په تشو وعدو نه غلطوي، په دې اړه دې جدي اقدامات وکړي او د غلام خان بندر لار دې هم ترانزیټ کړي.))

مدني فعال نصیراحمد روښان وویل، چې اوس نو هغه وخت رارسیدلی، چې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران د خوست له خلکو سره د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال خپلې ژمنې په عمل کې ترسره کړي:

((د خوست د ولایتي شورا، د مدني ټولنې او د ولسونو یوه اساسي غوښتنه د ملي یووالي حکومت د مشرانو ولسمشر او اجرائیه رئیس څخه داده، چې اوس هغه وخت رارسیدلی کومې ژمنې چې دوی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د خوستوالو سره کړي عملي کړي، د هغې له پاره لازمه داده چې ولسمشر یو ځانګړی پلاوی خوست ته راوستوي، هیات دې په دې ځای کې ټول هغه ظرفیتونه چې د اقتصادي بسیاینې له پاره موجود دي، هغه دې مشخص او دوی ته دې وړاندې کړي.))

مدني فعال فیض الله غمخور وویل، چې د خوست یو شمېر خلک په عربي اماراتو او د پاکستان په صنعتي ښارونو کې لويې او وړې فابریکې لري، که چیرې دلته صنعتي پارکونه او نور لازم امکانات ولري، نو هغوی به خپلې فابریکې خوست ته راولیږدوي، چې د نورو اقتصادي ګټو تر څنګ به یو شمېر خلکو ته په کې د کارکولو زمینه هم برابره شي.

د خوست ولایتي شورا غړي اضغر اکاخېل هم وویل، چې په خوست کې برښنا ته اړتیا ډېره ده او که تر ۲۰۱۷ کال پورې هم دې سیمې ته اساسي برښنا راورسیږي، نو د خوست د صنعتي او اقتصادي پرمختګ له پاره به ښه زمینه جوړونه وي.

د یادونې وړ ده، په تېره یوه لسیزه کې په پرله پسې ډول خوستوالو د افغان حکومت له چارواکیو نه په دې ولایت کې د ځنو هغو پروژو د پلي کیدنې غوښتنې کړي، چې د دې سیمې په اقتصادي بسیاینه کې اغېزمنې تمامیږي، خو د چارواکیو د مکررو ژمنو سره، سره هم د دوی ژمنې نه دي عملي شوي.

XS
SM
MD
LG