د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټریلیا به په پاکستان کې له قدرتي ناورین ځپلو سره مرستې کوي


نن د پنجشبنې پر سهار په وزیر اعظم هاوس کې د اسټریلیا د خارجه چارو وزیرې جولي بشپ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره ملاقات کړې دې.

نن سهار په وزیراعظم هاوس کې د اسټریلیا د خارجه چارو وزیرې جولي بشپ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره ملاقات کړې دې.

پدې ملاقات کې د پاکستان او اسټریلیا ترمینځه په دوه اړخیز تعلقاتو او په مختلفو شعبو کې تعاون ته وده وورکولو په اړه خبرې اترې شوې دې.

د اسټریلیا د خارجه چارو وزیرې په دې موقع د ترهګرې مخنیوي ، انساني سمګلنګ ، او په منظمه جرمونو کې د پاکستان د تعاون مننه اوکړه.

وزیراعظم نواز شریف اوویل چې پاکستان به خپل تعاون جاري ساتي.

یاده دې وي د اسټریلیا د خارجه چارو وزیره تیره ورځ د پاکستان په دوه ورځنې سفر رارسیدلې وه.

تیره ورځ نوموړې د پاکستان د وزیراعظم مشیر سرتاج عزیز او داخله چارو وزیر چوهدري نثار علي خان سره ملاقاتونه کړې وو.

د وزیراعظم مشیر سره په خارجه چارو دفتر کې یو مشترکه پریس کانفرنس ته د اسټریلیا د خارجه چارو وزیرې جولي بشپ وینا وه چې په ترهګرې قابو موندلو لپاره اسټریلیا به پاکستان سره خپل کمک جاري ساتي.

پدې موقع جولي بشپ پاکستان کې د قدرتي افتونه نه متاثره خلکو او تعمیراتو لپاره د امداد اعلان هم کړی وو.

د اسټریلیا د خارجه چارو وزیرې تیره ورځ دا هم ویلي وو چې ترهګرې مخنیوي په اړه دوی په جون کې د یوې غونډې مشري به هم کوي.

د ښاغلې جولي بشپ دورې په اړه د بهرنیو چارو کار پوه رستم شاه مهمند وایي چې د اوسنیو حالاتو په تناظر کې اسټریلیا غواړي چې په دې منطیقه کې ځان ته نوی ملګری هم وګوري او اقتصادي کمک هم زیات کړي.

د نوموړي په وینا چې اسټریلیا د ترهګری مخنیوي په لړ کې هم کوششونه کوي.

،، اسټریلیا نه غواړي چې د دوی امن ، استحکام او ثبات څوک په چاودنو خراب کړې او هم دغه وجه ده چې د جون په میاشته کې یو کانفرنس يې راغوښتې دې چې په دې کې د منطیقې دا ټول ملکونه پابند کړې شي او د ترهګرې خلاف یو ډېر لوې مهم شروع کړې. او بل دا چې اسټریلیا څو پورې تعلق دې نو غواړي چې داسې خلک څوک چې فساد خوري چې اسټریلیا ته نه راځې او نه یې څوک راپریږدې ،،

هم په دې لړ کې د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې بریګیډیر سید نذیر وایي چې اسټریلیا د ترهګرې مخنیوی په لړ کې د پاکستان تجربو نه ځان خبرول غواړي.

،، اسټریلیا او پاکستان ترهګرې مخنیوي په لړ کې له یو بل سره معلومات شریکولې شي او بل دا چې پاکستان ترهګرې نه متاثره دې او د ټولو زیاته تجربه لرې نو اسټریلیا به د دې نه فایده حاصلول غواړي نو ترهګری مخنیوی په لړ کې ټولو ملکونو له یو کړن لاره پکار ده ، چې کله ملکونه کینې او یو بل تجربو نه ګټه ترلاسه کړې نو بیا یو لار ټاکل کېدای شي،،

واضحه دې وي دوه میاشتې مخکې د اسټریلیا چیف اف ډیفینس فورس ایر چیف مارشل مارک بنسکن او د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف ترمینځه په جنرل هیډ کوارټر کې ملاقات شوې وو او د دفاع او سلامتي په اړه یې تعاون په زیاتلو اتفاق کړې وو.

نن سهار په وزیر اعظم هاوس کې د اسټریلیا د خارجه چارو وزیرې جولي بشپ له پاکستان وزیر اعظم نواز شریف سره ملاقات کړې دې.

نوموړې تیره ورځ د پاکستان په دوه ورځنې سفر رارسیدلې وه او د پاکستان وزیراعظم مشیر او داخله چارو وزیر سره یې ملاقاتونه کړې وو.

XS
SM
MD
LG