د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د چنار مشاعرې د غزل ماښام جوړ شو


د امن پرته د پښتنو ترقي ناممکنه ده او د پولې په دواړو غاړو کې د پښتو ژبې د شاعرانو کردار مهم دی.

د امن پرته د پښتنو ترقي ناممکنه ده او د پولې په دواړو غاړو کې د پښتو ژبې د شاعرانو کردار مهم دی.

یادې څرګندونې بیګاه شپه(د پنجشنبې شپه) په خوست کې یو شمېر شاعرانو او د ادب او فرهنګ مینه والو د چنار د کلنۍ مشاعرې د غزل ماښام په بنډار کې وکړې.

د وزیرستان څخه چنار مشاعرې ته راغلي میلمه ګوهر وزیر مشال راډیو ته وویل، چې د پولي په دواړو غاړو کې پراته پښتانه چې په اوسني وخت کې د کومو ناخوالو او بدمرغیو سره مخامخ دي، لامل يې ناامني ده او د ناامنۍ په له منځه وړلو کې د شاعرانو کردار مهم دی:

((کوم حالات چې په دې سیمه کې خراب شوي دي، په دې کې هم شاعر مهم کردار لري، نن کوم شاعران چې په دې شپیني پروګرام کې راټول شوې دي، دوی ټولو د امن سندرې وویلې، د امن شاعرې يې وکړه، شاعران اوس په دې مجبور شوي دي، چې بغیر د امن نه د پښتنو ترقي ناممکنه ده.))

د چنار سږنۍ مشاعرې له پاره دا ځل د پېښور، وزیرستان، د افغانستان د شمالي ولایتونو، لوی ننګرهار، کابل، پکتیا، میدان وردکو، زابل او یو شمېر نورو سیمو څخه یو شمېر شاعران خوست ته راغلي دي.

د ننګرهار څخه د چنار مشاعرې د غزل ماښام یو تن میلمه استاد لعل پاچا ازمون وویل، چې اوسمهال د نورو سیمو برخلاف، د دې ځای په شعرونو کې د شعار او کلیشې ځای هنریت او شعریت نیولی دی.

ده زیاته کړه، چې مشاعرې د سوله ییزې مفکورې په خورولو کې اغیزمنې تمامیږي، ده د افغان حکومت څخه هم دې اړخ ته د ډېرې پاملرنې هیله وکړه:

((ای کاش، موږ همدا فکر د افغانستان په نورو مشاعرو کې هم واورو، والله جنګ به ورکیږي او سوله به په خپله راځي، یوه طبعي پروسه همدا مشاعره ده، چې موږ تاسو ټول یو ځای کولای شي، د ننګرهار نه خلک راغلي، د کندهار نه د شمال نه، د پولې د پورې غاړې نه، کابل نه او نورو سیمو نه شاعران راغلي دي، دا ټول د شعار له پاره نه دي راغلي دي، دوی ټول د زړونو د پیوندولو له پاره راغلي دي، که دې مشاعرو ته د افغانستان حکومت توجه وکړه او خپل شعارونه يې ورته راونلېږل، زه باور لرم، تر هغو پیسو چې دوی يې د سولې په نوم لږوي، تر هغو به دا مشاعرې ډېرې بهترې وي.))

د چنار مشاعرې په غزلیز ماښام کې یو شمېر شاعرانو په زړه پورې شعرونه، غزلې، نظمونه، هایکوګانې، لنډۍ، چاربیتې او ټپیزې واورولې.

د وزیرستان نه راغلی میلمه شاعر قلندر لیونی وزیر:

((تور مې وای د سترګو یا لیمه مې وای

هېڅ مې ده نه وای، خو چې ته مې وای

زړه، تمام جهان دی، د اغیارو ډک

یو نه دی او دوه نه دي، چې مړه مې وای.))

د کابل نه راغلي میلمه لیکوال او شاعر الحاج عبدالغني هاشمي هم خپل شعر د غزل ماښام ګډونوالو ته وړاندې کړ:

د خپل ملت د ښیرازۍ ارمان به ګور ته یوسي

څوک چې د حق په سر له دیو سره جنجال ولري

چې پرښتې يې وړي تر عرشه د تکبیر ازانګې

نری وجود، تور سوی رنګ لکه بلال ولري

ما د غزل ورورکۍ به هم ځلیږي په کې

څوک به حافظ، څوک به غالب، څوک به اقبال ولري.

د خوست یو تن شاعر جهاد سنګین بیا په خپل شعر کې چنار مخاطب کړ:

دا کال په کال چې تاته هرکلۍ کیږي چناره

دا ځکه چې پر تامې ډېر زړه سوۍ کیږي چناره

چې بیا به کوم زلمي وي، په سینه غشي خوړلي

ستا خوا کې چې نرۍ، نرۍ زګیروۍ خیږي چناره...

د یادونې وړ ده په خوست کې له څو کالونو راپدېخوا د سپرلي په موسم کې د چنار په نوم دودیزه کلنۍ مشاعره جوړیږي، ټاکل شوې نن ورځ بیا هم خوستي فرهنګیان د چنار کلنۍ مشاعره کې سره راټول شي.

XS
SM
MD
LG