د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري افغانستان ته ځي


د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پاکستان پیپلز ګوند ګډ چیېرمېن اصف علي زرداري د خپل ګوند له نورو غړو سره یو ځای نن «زیارت ورځ» د افغانستان ولسمشر په بلنه په یوه دوه ورځني سفر کابل ته ځي.

د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پاکستان پیپلز ګوند ګډ چیېرمېن اصف علي زرداري د خپل ګوند له نورو غړو سره یو ځای نن «زیارت ورځ» د افغانستان ولسمشر په بلنه په یوه دوه ورځني سفر کابل ته ځي.

مشال راډیو ته د پیپلز ګوند یو مهم غړي فیصل کریم کونډي د دې خبرې پخلی وکړ او ویې ویل چې له اصف علي زرداري سره به په دې سفر کېیوسف رضا ګیلاني او شیري رحمان هم مله وي.

دا ډله به د خپلې دورې پرمهال د افغانولسمشر اشرف غني پرته له عبد الله عبدالله سره هم ویني.

د پاکستان د پخواني ولسمشرپه مشرۍ دغه پاکستانى پلاوى په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او سياسي هئيتونو په کچه تګ راتګ زيات شوى دى.

د پاکستان د سياسي چارو ځيني څارونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هئيتونو په سطح تګ راتګ د دواړو هېوادونو د خپلمنځيو اړيکيو او امنيت لپاره ګټورې بولي او وايي، چې دا د افغان ولسشمر د هغو هڅو لړۍ ده چې د دواړونو هېوادونو د امنيت لپاره يې پيل کړي دي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"اشرف غني چې کله نه په اقتدار کې راغلى دى، نو د هغې ورځې نه د هغه دا کوښښ دى چې له پاکستان سره اړيکي ښې کړي.

په دې لړکې هغه له نوازشريف او د پوځ له سرلښکر راحيل شريف سره هم خبرې اترې کړي او دغه شان يې له ځينو سياسي مشران چې په هغې کې د ملتپالو ګوندونو مشران هم دي، هغې سره تله راتله کړي دي.

چونکې اصف علي زرداري د يوې غټې پارټۍ مشر دى او د پاکستان پخوانى صدر هم پاتې شوى دى، دهغې په خبرو اترو کې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تعلقاتو په ودې خبرې کېږي او ورسره د اشرف غني دا کوشش دى، چې د امن لپاره دلته د زياتو سياسي ګوندونو

مشران اعتماد کې واخلي او خبرې ورسره وکړي، چې زما په خيال دا يوه ښه فيصله ده."

شميم شاهد همدا راز وايي، دواړه هېوادونه بايد د دولتي هئيتونو سربېره د ولسي پلاوو تګ راتګ هم ډېر کړي، څو د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ اعتماد جوړ او بداعتمادي له منځه لاړه شي:

"دواړو ملکونو ترمنځ به تاوتريخوالى هغه وخت ختمېږي، چې د خلکو ترمنځ تګ راتګ زيات شي.

هغه تګ راتګ شته، خو په هغې کې شکونه دي او په يو بل باندې بداعتمادي ده. پکار ده چې داسې نور سياسي مشران لاړ راشي، چې هغوى ته پته ولګي چې د افغانستان خلک څه غواړي او د افغانستان ضرورت څه دى؟ په تېره مياشت کې چې د خيبر پښتنونخوا وزير اعلى هلته تللى و، نو چې کله بېرته راته نو هغه وويل چې زه د افغانستان نه اوس خبر شومه چې د افغانستان خلک ډېر زيات ښه دي، دوى امن غواړي، دوى ته امن پکار دى."

د يادونې وړ ده، چې افغانستان ته د پاکستان د پخواني ولسمشر تر سفر مخکې ددې هېواد د ملتپالو ګوندونو مشران او همداراز د خيبر پښتونخوا ايالت اعلى وزيرپرويز خټک هم د کابل دورې کړي او له افغان چارواکيو سره يې په يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي:

XS
SM
MD
LG