د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ګوادر- کاشغر لارې اړولو پر ضد هړتال


په کوټه کې عوامي نيشنل ګوند کاربندیز اعلان کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:35 0:00

په کوټه کې عوامي نيشنل ګوند کاربندیز اعلان کړی

عوامي نېشنل ګوند وايي، د بلوچشتان صوبې، ټولو سیاسي او جمهوري ګوندونو يې د ګوادر-کاشغر لارې اړولو پر ضد د دې هړتال ملاتړ اعلان کړی دی.

د کوټې ښار نن د چارشنبې په ورځ د ګوادرکاشغر د لاره د اړولو پر ضد د احتجاج په توګه تړل شوی دی. د دې کاربندیز اعلان د تېري مياشتې په ۲۸مه نېټه عوامي نېشنل ګوند په يوه ولسي غونډه کې کړې، چې وروسته يې يو شمېر نورو سیاسي ګوندونو او د تجارانو اتحاديو د ملاتړ اعلان وکړ.

تر دې وړاندې د عوامي نیشنل ګوند په شمول يو شمېر نورو ګوندونو د سېشنبې په ماځيګر د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته لاريون وکړ، او غوښتنه يې وکړه، چې د اسبملۍ غړي او وزیراعلی دې د لارې اړولو پر ضد مرکز ته سخت احتجاج وښيي، چې تر څو د دوی په خبره همدا لاره له پښتون مېشتو سیمو څخه تېر شي.

اصغراڅکزی وايي، وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ ورته همدا باور ورکړ، چې تر هغه وروسته دوی د اسمبلۍ مخې ته احتجاج ختم کړ.

د ويلو وړ ده چې د پاکستان او چين تر منځ شاوخوا درې زره کيلوميټره اوږد ګوادر - کاشغر لاره لومړی پلان شوې، چې د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو او خېبر پښتونخوا څخه به تېرېدلو، خو وروسته داسې راپورونه مخې ته راغلل، چې دا لاره يې له پښتون مېشتو سیمو پنجاب ته اړولی. که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت بیا بیا وايي، چې دا لاره يې پنجاب ته نه ده اړولې، خو د عوامي نېشنل ګوند په شمول ډېری نور ګوندونو بیا وايي، مرکزي حکومت په دې اړه رښتيا نه وايي. چې اوس به د همدې لپاره د روانې مياشتې پر ۱۳مه نېټه د پاکستان مرکزي حکومت شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو ته بریفينګ ورکوي.

XS
SM
MD
LG