د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهاټ پوهنتون کې د زده کوونکو احتجاج


په کوهاټ کې د متحده طلبه محاذ په نامه د زده کونکو تنظیم لخوا د پیر ورځې پیل کړیاحتجاج لا هم دوام لري.

په کوهاټ کې د متحده طلبه محاذ په نامه د زده کونکو تنظیم لخوا د پیر ورځې پیل کړیاحتجاج لا هم دوام لري.

د مالوماتو له مخې تنظیم غړو د احتجاج په توګه د کوهاټ یونیورسټۍ ټولې دروازې بندې کړې دي او ورته د دفتري کارکوونکي نه پرېږدی.

د تنظیم یو غړي مشال راډیو ته وایي، تر څومره پورې د دوې مطالبې نه وي منل شوې، تر هغو به دوی دغه احتجاج جاري وي.

واضحه دې وي چې په کوهاټ یونیورسټۍ کې د زده کونکو یو شمېر مختلیفو تنظیمونو د زده کونکو د ستونزو هوارولو لپاره په ګډه د متحده طلبه محاذ په نامه تنظیم جوړ کړی دی.

د تنظیم غړی او د پښتون سټوډنټس فیډرېشن مشر ارمان بیټڼي مشال ریډیوته وویل، دوه کاله وشول چې انتظامیې په یونیورسټۍ کې د اوړي درې میاشتنۍ سیسټم « سمر سمیسټر سسټم» ختم کړی دی او زیاتوي چې دوی غواړی چې زر تر زره دې دا بحال کړل شي.

هنګو ټو کورم سټوډنټس سوسایټی په نامه د زده کونکو د یو بل تنظیم مشر اخونراده محسن څمکني مشال ریډیو ته وویل،په یونیورسټۍ کې د دوی یو شمېر نورې هم مسلې دي چې هغه دې ورته هم زر تر زره هوارې کړل شي.

راپورونو ترمخه، په کوهاټ پوهنتون کې د زده کونکو لخوا احتجاج له شروع کیدو وروسته ټولې تعلیمي او نورې سرګرمیانې ځنډېدلې دي.

کوهاټ یونیورسټی آف ساینس اینډ ټیکنالوجی د تعلیمي ادارې ویاند وجاهد مشال ریډیو ته وویل،

«تیره ورځ له دوی سره مذکرات شوي دي او په دې کې د زده کونکو ټول مشران موجود ول. دوی ته ویل شوي دي چې د دې میاشت پر ۲۸مه نېټه به د یونیورسټۍ انتظامیېیو میټینګ کېږي چې په هغه کې به د زده کونکو دغه مسلې راپورته کوو.

زه تاسو ته وایم چېدا خبره موږ په خصوصی توګه د میټینګ په اجنډه کې هم اچولې ده. د یو نیورسټی دا قانون دی چې یواځې یو کس ځان ته یوه فیصله نشي کولی او په دې د تنظیم دغه مشران هم خبر دي.

د زده کونکو چېڅومره هم غوښتنې دي، په هغو باندې به اکاډیمیک کمېټۍ په دې غونډه کې خبرې کوي او دا به ګوري چې کومې غوښتنې داسې چې هغه د منلو دی»

په کوهاټ یونیورسټۍ کې د متحده طلبه محاذ غړي وایي، که د دوی مطالبې ونه منل شي نو دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG