د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دیني عالمانو د سولې د روانې بهیر ملاتړ وکړ


د ننګرهار ديني عالمانو د سولې د روانې پروسې او د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ د يوې غوندې په تر سره کولو سره وکړو.

د ننګرهار ديني عالمانو د سولې د روانې بهیر او د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ د يوې غوندې په تر سره کولو سره وکړو.

دغه غونډه چې د سیشنبې په ورځ د ننګرهار د حج او اوقافو رياست له اړخه د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د بېلابېلو ولسواليو دیني عالمان او د جوماتونو ملا امامان وربلل شوي وو.

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د اطلاعاتو او نشراتو مسوول مولوي عتیق الرحمن فضلي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( موږ انشااالله د سولې په هکله ټولو دیني عالمانو، او د جوماتونو ملا امامانو ته چې اوس دلته راټول شوي، هغوی ته سپارښتنه کوو چې د حکومت او طالبانو ورونو تر منځ چې د سولې کومې هځې رواني دي، د دې ملاتړ وکړي. او عوام د سولې له خير نه خبر کړي. او بل دا چې د خپل ملي امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي. علمای کرام

ټول راټول شوي او په په راروانه جمعه کې به د ټولو ممبرونو نه د سولې په اړه خبرې کيږي.))

غونډې ته رابلل شوي دیني عالمان ژمن وو چې د په خپلو خطبو کې به د سولې او امنيت په اړه خلکو ته پیغامونه ورکوي، د جلال اباد ښار د يوه جامع خطیب مولوي سید مزار هاشمي مشال راډيو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې په خپلو خطبو کې به د سولې او امن پیغام ورکوي.

(( موږ هميشه د اسلام د دین د سيوري لاندې د سولې خبره کړې ده. موږ همیشه مسلمانان ورونه د اتحاد، اتفاق او ورولۍ ته رابللي دي. او له دې وروسته هم دا زموږ ذمه واري ده او دا زموږ مسووليت دی چې موږ به په خپلو مساجدو کې د سولې خبره کوو.))

د روداتو ولسوالۍ مولوي لعل محمد ولس ته د سولې پیغام ورکول د دینی عالمانو فریضه وګڼله.

(( دا د دیني عالمانو ذمه واري ده چې خپلو کشرانو ته د هميشه لپاره ووايي چې سوله کې خیر دی. او الله پاک هم وايي چې والصلح خير، نو سوله کې امنیت دی، قراري او ارامي ده، سوکالي ده او د عزت ژوند دی او الله پاک هم ترې راضي کيږي.))

د يادولو ده چې په قطر هیواد کې چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ تيره ورځ د سولې په اړه کومه مقدماتي غونډه تر سره شوه، ورسره سم د افغان ولس سولې امیدونه پيدا شوي دي.

XS
SM
MD
LG