د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا جهادي او قومي مشرانو د سولې د خبرو هرکلۍ وکړ


د پکتیکا ولایت یو شمېر جهادي او قومي مشرانو په قطر کې د افغان حکومت د سولې شورا او طالبانو د استازو تر منځ د وروستیو غیر رسمي لیدنو کتنو او خبرو اترو هرکلۍ وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې افغان دولت دې د سولي د خبرو له پاره داسې کسان وټاکي، چې هغه د جګړې ښکیلو خواوو او افغانانو ته د منلو وړ وي.

د پکتیکا ولایت یو شمېر جهادي او قومي مشرانو په قطر کې د افغان حکومت د سولې شورا او طالبانو د استازو تر منځ د وروستیو غیر رسمي لیدنو کتنو او خبرو اترو هرکلۍ وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې افغان دولت دې د سولي د خبرو له پاره داسې کسان وټاکي، چې هغه د جګړې ښکیلو خواوو او افغانانو ته د منلو وړ وي.

دوی زیاتوي، چې د سولې د بهیر د بریالیتوب له پاره باید د حکومت د مقابل لوري ځنې غوښتنې هم ومنل شي.

تېره ورځ د پکتیکا ولایت د نهو ولسوالیو یو شمېر جهادي مشران، دیني عالمان او قومي مخور چې د سولې تر نامه لاندې د ارګون په ولسوالۍ کې په یوه غونډه کې راغونډ شوي وو، د افغان حکومت د سولې شورا او د طالبانو د یو شمېر استازو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د غیر رسمي لیدنو کتنو او خبرو اترو هرکلۍ وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په افغانستان کې د سولې پروسه باید د داسو کسانو له خوا پر مخ بوتلل شي، چې هغوی منځګړي خلک وي او دواړه خواوې ورباندې باور ولري.

دوی د دواړو خواوو د استازو وروستۍ نارسمي خبرې اترې وستایلې او هغه يې د اساسي مذاکراتو د پیل له پاره یو ښه ګام وباله.

د ارګون ولسوالی یو تن قومي او جهادي مشر مولوي حبیب الله جان په دې غونډه کې په قطر کې یادو ناستو او لیدنو کتنو ته هیله مندي وښوده، ده وویل دې لیدنو کتنو ته ولس ډېر خوشاله دی، خو له یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو يې هم وغوښتل، چې د هغو څرګندونو دې ډډه وکړي، چې د سولې بهیر زیانمنوي:

((کله چې د حکومت او وسلولو مخالفینو ترمنځ خبري مهم پړاو ته داخلیږي نو هر ځل د پردیو په اشاره یو شمېر کسان د مدني ټولنو، د ښځو د حقوقو، او د بشر د حقوقو په نوم راپورته کیږي او وايي چې د سولي په خبرو کې باید د تیرو کلونو لاسته راوړني له منځه لاړي نشي چې دا ډول خبري په حقیقت کې د سولې د پروسې د اخلال له پاره کیږي.))

د ځدراڼو د قوم یو تن قومي او جهادي مشر ګل باز بیا وايي، چې دولت او وسلوال مخالفین دې په ګډه دریمګړي خوښ کړي او وروسته دې په فکر سره خبرې پر مخ بوځي.

نوموړی وايي، چې د سولي په خبرو کې دې د مخالفینو غوښتني هم په نظر کې ونیول شي:

((چې دوی له پاره په اول قدم کې مصلح کسان خوښ شي، نو دوی به د حکومت او مخالفینو په منځ کې به سوله راولي، دا امکان نه لري، چې هغه خلک موږ راوغواړو، چې راشه موږ سره کینه او هېڅ شی هم مه غواړه، هغوی خو هم څه اهداف لري، جنګیږي او ځانونه وژني.))

په غونډه کې د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږی د دفتر مشر یعقوب خان منظور وویل، چې افغانستان اوس یوې فکري او قلمي جګړې ته اړتیا لري، تر څو د خلکو ذهن جوړ شي او په دې وپوهیږي چې د روانې جګړې ګټه او زیان چا ته رسیږي.

د یادولو وړ ده د افغانستان د سولې عالي شورا هم د سولې د خبرو په اړه د طالبانو وروستۍ نرم دریځ او مثبت نظر د سولې د ټینګښت لپاره ګټور بولي.

د سولې د عالي شورا غړي وايي؛ که څه هم طالبانو د سولې د خبرو د پیلولو لپاره رسماً کوم دریځ نه دی څرګند کړی؛ خو په خبره یې د حکومت او طالبانو تر منځ له وروستیو غیر رسمي تماسونو څخه دا څرګنده شوه چې وسله وال مخالفین هم په مشروط ډول د سولې مذاکراتو ته آماده دي.

XS
SM
MD
LG