د لاسرسي ځای

تازه خبر

اندیش د وخت لوی غزل ویونکی شاعر


ارواښاد شمس القمر اندیش
ارواښاد شمس القمر اندیش

شمس القمر اندیش د مردان سیمې خوږ ژبی غزل ویونکی شاعر چې د شعر انګازې یې په لر او بر کې خورې وې، د مارچ میاشت کې یې د تل لپاره له نړۍ سترګې پټې کړې. دده عمر یو اتیا کاله و.

نوموړي د ادب او سیاست دواړو سره یو ډول مینه کړې او د خپل شوق له مخې یې ور سره پاللې وه. ده به ویل ځان ته یې تل د یو مزدورکار په حیث کتلي دي.

شمس القمر اندیش د مردان د معیارو سیمې سره تعلق لرلو او په یوې زمیدارې کورنۍ کې یې سترګې غړولې وې. پلار یې د باچاخان د سرخ پوشو ملګرو څخه او پوخ انقلابي وو.

شمس القمر اندیش په وړوکوالي کې د بیماریو ښکارشو او تعلیمي سلسله ترې څو ځلې ټکنۍ شوه خو بیا هم د سختو هلو ځلو په پایله کې په دې وتوانیدو چې تر څوارلسم جوماته پورې ذدکړې وکړي.

د شمس القمر اندیش پر وفات د مشال راډیو ځانګړې خپرونه لاندې په فلش پلیر اوریدلی شئ.

د اندېش په یاد
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG