د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې بانګ او لمونځ لا هم پر یوه وخت نه کېږي


په اسلام اباد کې د تیرې جمعې پر ورځ د کعبې امام په امامت کې دا لړۍ پېل شوه شوه چې پکې په زرګونه خلکو ګډون کړی وو.

په اسلام اباد کې د تیرې جمعې په ورځ د بانګ «اذان» او لمونځ لپاره يو وخت ټاکلو د اعلان باوجود اوس هم د مختلفو مسلکونو په پخوانيو وختونو د اذان ورکولو او لمونځ ادا کولو لړۍ روانه ده.

حکومت دا اقدام په ملک کې د مذهبي کرکې کمولو او اتحاد واتفاق ته ودې ورکولو لپاره اوچت کړی وو او پدې لړ کې یې د ټولو مسلکونو د عالمانو یو لس کسیزه کمیټۍ هم جوړه کړې وه، چې په یوه خوله پر یوه وخت یې د لمانځه مهالوېش ټاکلو پرېکړه کړې وه.

کله چې مشال راډیو په دې باب د مذهبي امورو له وزیر مشیر پروفیسر سجاد قمره وپوښتل نو د هغه وینا وه چې د هفتې او اتوار ورځې رخصتي «چټې» له وجې سل فیصده جماتونو ته د اذان او لمانځه لپاره جوړ کړل شوی ترتیب نه دی رسېدلی. خو وزارت غواړې چې دوې هفتې نورې د خلکو په پوهولو ولګوي.

د ده په وینا چې په پوره توګه د اذان او لمانځه پر وخت عمل کولو لپاره به د علما او تاجرانو کمیټیانې کار کوي.

«اوس زموږ د تاجرانو ټولنې سره غونډې شوې دې، د تاجرانو یوه کمیټۍ به هم جوړېږي او له دې پس به موږ لویې غونډې کوو چې پکې به عالمان راځي او د تاجرانو استازي به هم وي او له دې علاوه د ولس اګاهې لپاره د میډیا له لارې به پیغامونه هم شریکوو چې خلکو ته سل فیصده پیغام ورسي»

د ذکر ده د ماښام او ماځیګر لمانځه په اړه د عالمانو ترمینځ اختلافات وو خو د مذهبي امورو وزارت په وینا چې سني او شییعه عالمانو په متفقه توګه دغه مسله هواره کړه.

د اسلام اباد د یو مقامي جمات امام محمد قاسم مشال راډیو ته وویل

«موږ تر اوسه څه هدایتنامه نه ده ترلاسه کړې، تش اورېدلې مو دي چې په فیصل جمات کې د مذهبي امورو وزارت اعلان کړی دی. موږ تر اوسه په پخواني وخت اذان ورکولو او لمونځ مو کاوه. او که د حکومت لخوا یو اعلامیه راغله نو کوشش به کوو چې عمل پر وکړو. بل دا چې د هغوی فیصله ده، ظاهره ده یو کمیټې یې ورته جوړه کړې ده نو هغوی به د قران او سنت خلاف نه جوړوي»

یاده دې وي د اذان او لمانځه پر یو وخت کولو لپاره د مذهبي چارو وزارت یوې لس کسیزه کمیټۍ د مارچ میاشتې راهېسې پدې لړ کې مختلفې غونډې کړې وې او د ټولو مسلکونو عالمانو په یوه خوله دا فیصله کړې وه.

XS
SM
MD
LG