د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نشه يي توکو د کاروبار د ډېریدو انديښنه


په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد ادارې چارواکي وايي، که چیرې د نشه يي توکو د کاروبار پر وړاندې مسوولې کشفي او امنیتي ادارې همغږي نه شي، نو ښايي په دې ولایت کې د نشه يي توکو کاروبار زیات شي.

په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد ادارې چارواکي وايي، که چیرې د نشه يي توکو د کاروبار پر وړاندې مسوولې کشفي او امنیتي ادارې همغږي نه شي، نو ښايي په دې ولایت کې د نشه يي توکو کاروبار زیات شي.

بل لوري ته د خوست امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې هیچاته به د نشه يي توکو د کاروبار اجازه ورنکړي او سرغړونکي به د قانون منګولو ته وسپاري.

په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې چارواکي انديښنه څرګندوي، چې، که مسوولې ادارې د نشه يي توکو د مخنیوي له پاره په خپلو کې همغږي او همکاري ډېره نه کړي، نو له یوې خوا به د نشه يي توکو اخیستل او خرڅول ډېر شي او بل لوري ته به په یاد ولایت کې د نشه يي توکو د کارونکو ګراف هم لوړ شي.

د شنبې په ورځ د خوست د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال په دې اړه مشال راډیو ته وویل، چې که د نشه يي توکو د مخنیوي ادارې په خپلو کې یو تر بله همکاري پراخه نه کړي، نو د نشه یانو د ډېریدو او د کاروبار د زیاتیدو انديښنه موجوده ده:

((نو که چیرې همغږیتوب په بشپړه مانا موجود نه وي، نو موږ دا انديښنه لرو، چې استعمال يې زیاتیږي، خرید و فروش يې زیاتیږي او د معتادینو ګراف ممکن زیات شي، دا انديښنه زموږ سره موجوده ده، نو موږ د اړوندو ارګانونو څخه د هماهنګي د ډیرولو غوښتنه کوو.))

میرناګل تڼیوال وړاندې وویل، سره له دې چې په ټولو ولسوالیو کې کشفي او امنیتي ادارې موجودې دي، خو بیا هم په کلیو کې نشه يي توکي خرڅیږي، چې دوی یې باید مخه ونیسي:

((په ټولو ولسوالیو کې کشفي ارګانونه وجود لري او هلته نشه يي مواد خرڅیږي، نو د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت، سرحدي پولیسو، د ګمرکاتو پولیسو، د لویو لارو پولیسو د دوی دغه دنده چې د هغه کوچنیو قاچاقبرانو چې نشه يي مواد خرڅوي، د دې په مخنیوي کې باید کلکه مبارزه وکړي.))

په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد ادارې مشر مني، چې په دې ولایت کې د مخدره توکو قاچاق، کارونه او تولید موجود دی.

نوموړی وايي، چې د نشه يي توکو پر ضد عمل یوه ملي دنده ده، چې د ټولنې ټولو وګړو پورې اړه لري:

((مشکل يې دادی، چې د نشه يي موادو قاچاق موجود دی، استعمال يې موجود دی، تولید يې موجود دی، نو د دې په مخنیوي کې له دې کبله چې دا یوه ملي مبارزه ده، هر څوک وظیفه لري، په ځانګړي ډول هغه ادارې چې په قانون کې ورته وظیفه سپارل شوې ده، واقعاً دا یوه لویه ستونزه ده او د دې ستونزې په هواري کې باید دوی خپل مسوولیت سرته ورسوي.))

بلخوا خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ډاډ ورکوي، چې په یاد ولایت کې امنیتي ادارې د نشه يي توکو د هر ډول کاروبار پر خلاف جدي اقداماتو ته ژمن دي.

ده د نشه يي توکو د کاروبار د مخنیوي له پاره د ولس څخه وغوښتل، چې په دې اړه امنیتي ادارو سره مرسته وکړي:

((زموږه بیدار پولیس کوښښ کوي، چې د نشه يي موادو پلورونکي او قاچاقبران نیولي دي او نور به هم ونیسي، د قانون منګولو ته به يې وسپاري، هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د نشه يي توکو کاروبار وکړي، د خلکو نه مې هیله داده چې د خپلو خلکو سره همکاري وکړي، تر څو پولیس وتوانیږي، چې خپل قانوني اجراات ترسره کړي.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د خوست ولایت په یو شمیر سیمو کې د امنیتي او کشفي ادارو له خوا په اویا وو بیلابیلو قضیو کې د یوه اندازه نشه يي توکو د نیولو تر څنګ ۷۱ مظنونین هم نیول شوي ول.

XS
SM
MD
LG