د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په بابرک تاڼه کې ۲۵ وسلوال وژل شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه وسلوالو د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ د بابرک تاڼې په امنیتي پوستو او د افغان ځواکونو په مرکز ډله ییز برید کړی، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۲۵ وسلوال وژل شوي او تر شلو ډېر وسلوال ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه وسلوالو د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ د بابرک تاڼې په امنیتي پوستو او د افغان ځواکونو په مرکز ډله ییز برید کړی، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۲۵ وسلوال وژل شوي او تر شلو ډېر وسلوال ټپیان شوي دي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې یاد برید چې د دونیم سوه وسلوالو له خوا د بابرک تاڼې په سیمه کې پر افغان پوله ساتونکو پولیسو ترسره شو، د سهار تر شپږو بجو يې دوام وکړ.

ده زیاته کړه، چې د وژل شویو وسلوالو څلور جسدونه هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.

مبارز ځدراڼ دا هم وویل، چې په دې برید کې دوه تنه افغان سرتیري هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي:

((بېګاه شپه خواوشا دوه بجې دوه نیم سوه وسله والو مخالفينو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د خوست ولايت د عليشېرو او ترېزيو ولسوالۍ اړوند په ببرک تاڼې او د سرحدي پوليسو په قرارګاه باندې ډله ییز بريد وکړ، چې د سهار تر شپږو بجو پورې يې دوام وکړ،د امنيتي او کشفي ځواکونو د راپور په اساس پدغه څو ساعته سخته جګړه کې چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول ،وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله واوښته،په دې برید کې پنځه ويشت وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي، چې د څلورو وژل شويو جسدونه سرحدي پوليسو ته ورپاتې دي.))

تر اوسه پر بابرک تاڼې د بیګاني وسلوالو برید په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG