د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې به پر یو وخت بانګ او لمونځ کېږي


د پاکستان مذهبي چارو وزارت د جمعې له ورځې په اسلام اباد کې پر یو وخت د لمونځ کولو اعلان کړی او ویلې دي چې د ټولو مسلکونو علما په دې فیصلې اتفاق کړی دی.

د پاکستان مذهبي چارو وزارت د جمعې له ورځې په اسلام اباد کې پر یو وخت د لمونځ کولو اعلان کړی او ویلې دي چې د ټولو مسلکونو علما په دې فیصلې اتفاق کړی دی.

د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د مذهبي امورو وزیر سردار یوسف وینا وه چې د لمانځه پر یو ځای کولو رسمي پیل به په فیصل جمات کې د جمعې له لمانځه کیږي چې امامت به یې د کعبې امام شیخ خالد الغامدي کوي.

په دې لمانځه کې به د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن هم شامل وي.

له مطبوعاتو سره په خبرو کې د مذهبي امورو وزارت زیاته کړه، دا د علماء کرام کار دی چې هغوی شریعې او فقې پلوه په صحیح توګه فیصله کولای شي او په دې لړ کې جوړې شوې کمیټۍ ټول علماء کرام سره مشاورت وکړو او دا فیصله یې وکړه او د یو ډېر لوی سعادت خبره ده،

د مذهبي امورو وزارت په وینا چې لمونځ ادا کولو لپاره یو ترتیب جوړ کړې شوې دې د څه باقاعده اعلان به د جمعې په ورځ کیږي.

هم پدې لړ کې د مذهبي امورو وزارت ویاند سجاد قمر مشال راډیو ته اوویل ،، د دې بنیادي مقصد د لمونځ او اذان په وختونو کې یووالې او اتحاد ته وده ورکول دي، او په خصوصي توګه د پاکستان په ټولنه کې چې کوم یو مذهبي منافرت دې نو د هغې کمولو او اتفاق او اتحاد لپاره به یو اهم کردار ادا کوي. دا شان د مازیګر او ماښام په لمونځونو لږ اختلاف وو په کوم چې ټولو سني او شیعه عالمانو اتفاق اوکړو،،

د مذهبي امورو وزارت دا هم ویلې دي چې د صلوت دا نظام به غونډ ملک کې مرحله وار عملې کوالاې شي.

اذان او لمونځ لپاره یو وخت ټاکلو په اړه د اسلام اباد یو اوسیدونکې شاهد خان وایې چې د مذهب بنیادي مقصد هم دا وي چې اتحاد او یو والې ته دې وده ورکړې شي او دا د حکومت لخوا د ستاینې وړ ګام دې.

،، د ټولو نه غټه خبره دا ده چې حکومت علما مخامخ کینول او هغې پرې متفق شول او د بره نه یوه فیصله مسلط نه شوه نو دا یو اغاز دې د مذهبي هم اهنګې طرف ته. نو نن دوي په دې متفق شول ، سباله چې کومې نورې خبرې دې نو په هغې هم هغې اتفاق کوالاې شي،،

د ذکر ده د مذهبي امورو وزارت لخوا په یو وخت د اذان او لمونځ وخټ ټاکلو لپاره د ټولو مسلکونو لس رکني کمیټي جوړه کړې شوې وه او دې کمیټې د مارچ میاشتې راهیسي پدې لړ کې څلور غونډې کړې وې.

XS
SM
MD
LG