د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلستان به بیا د ګلونو کور جوړوو. ګورنر محمدخان اڅکزی


د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي سره د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر مرکه کوي
د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي سره د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر مرکه کوي

د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزي له مشال راډيو په ځانګړې مرکه وویل، روان حکومت د ګلستان په شمول په کلا عبدالله کې د امنيت وضع ترمخکې ډېره ښه کړې.

د بلوچستان ګورنرمحمدخان اڅکزي ویلي دي، چې خپله سیمه ګلستان به يو وارې د امن، سوکالۍ او پرمختګ سیمه جوړوي. دا خبري نوموړي د يواين ايچ سي آر او راها له خوا په ګلستان کې د هلکانو د هايي سکول د پرانیستلو په غونډه کې کړې.

د بلوچستان ګورنرمحمدخان اڅکزی وايي، د ده سیمې ګلستان ډېرې تورې تیارې ليدلې او اوس يې د رڼا په لور قدم اخیستی. د اڅکزي په خبره روان حکومت به په ګلستان کې تعليمي ادارې، روغتونونه او پاخه سړکونه جوړوي، چې ورسره به د ګلستان ښاته پاته سیمه بیا هم د پرمختګ، خوشالۍ، امن او سوکالۍ پر لور رهي شي. دا خبري نوموړي د ګلستان په عنایت الله کاریز سیمه کې د يو این ايچ سي آر او راها په مالي مرسته د نوي جوړ شوي هايي سکول د پرانیستې په غونډه کې وکړې.

تر دې غونډې وروسته د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزي له مشال راډيو په ځانګړې مرکه وویل، روان حکومت د ګلستان په شمول په کلا عبدالله کې د امنيت وضع ترمخکې ډېره ښه کړې.

؛ کوم چې دلته بد وو، جنګونه وو، وېره وه، هغه مو ختم کړله. اوس د کوټې او چمن تر منځ خلک ځي او راځي، مخکې خلک ګرسره راوتلی نشوای. اول موږ دغه وکړله. بیا مو دغسې د اوبو د تړلو بند جوړ کړی دی، او داسې دوي دلته يو سکول جوړ کړی دی. دغسې د څښلو د اوبو او نورو شيانو انتظامات کوو. دلته اوس روغتون شته او هر څه شته. نو لږ وخت به لا اخلي، چې ګلستان بیا د پخوا په څېر شي، خو دا باید ووایم، چې د ګلستان توره شپه او تورتم اوس زما په فکر تېر شوی؛.

يو اين ايچ سي آر د بلوچستان مشر فيبيوويرولي
يو اين ايچ سي آر د بلوچستان مشر فيبيوويرولي

تردې وروسته د يو اين ايچ سي آر د بلوچستان مشر فيبيوويرولي بیا له مشال سره په خبرو کې وویل، د دوی اداره د کلاعبدالله له وګړيو څخه مننه کوي، چې شاوخوا دېرش کاله يې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او ځکه نو اوس د دې خلکو لپاره راها د سکولونو، روغتونونو او د څښاک پاکو اوبو ورکولو پروژې پېلوي.

؛ دا هغه ضلعه ده ، چې موږ يې ډېر احترام کوو. دا ځکه چې دې ضلعې د افغان کډوالو شاوخوا دېرش کاله کوربه توب کړی. يو اين ايچ سي ار د يوې نړيوالې ادارې په توګه د دې سیمو د خلکو ډېر منندويه ده؛.

تردې وړاندې د های سکول د پرانیستې په غونډه کې صوبايي وزیر ډاکترحامدخان اڅکزي بیا وویل، ګلستان د اسلام په نامه جنګونو، تاریاقو او نورو نشه يي توکو خراب کړ، خو دوی يې بیا هم د بیا ودانولو لپاره هڅې کوي.

؛ موږ دغه ګلستان تحصیل هغسې غواړو، لکه چې مخکې وو. چې دلته به غېږې او ميلې کېدې. خو دا د اسلام په نامه چې ترهګري راغله، د اسلام په نامه چې چرس راغلل، د اسلام په نامه چې علم دښمني راغله، دې زموږ ګلستان دې حال ته راوست؛.

د ویلو وړ ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ يا يو اين ايچ سي آر د راها پروژې له لارې د هغو ځايي خلکو لپاره له تعليمي ادارو سره سره صحي ادارې او څښاک د پاکو اوبو زمينه برابروي، چې د دوی پر مځکه افغان کډوالو کېمپونه جوړ کړي او يا هم له دوي سره اوسېدلي وي.

د ګلستان ښارګوټي ورانې سرکاري ودانۍ
د ګلستان ښارګوټي ورانې سرکاري ودانۍ

ګلستان ښارګوټۍ
ګلستان ښارګوټۍ

XS
SM
MD
LG