د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولګوندیزه کانفرانس : حکومت دې په قبایلو امنیت نه ساتي


فایل فوټو
فایل فوټو

په پېښور کې د ټولګندیزه کانفرانس ګډون والو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د قبایلو د ستنولو لپاره دې حکومت کوټلي ګامونه پورته کړي او د دوی امنیت دې وساتي.

دا ټولګوندیزه غونډه د جمیعت علما اسلام په بلنه وروسته له هغې غوښتل شوې وه چې حکومت د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو قبایلو د بیا ستنولو پریکړه وکړه خو ځیني شرطونه یې هم پرې کېښودل.

په غونډه کې د شمالي وزیرستان ګڼ شمیر مشرانو ، د مدني ټولنو غړو او سیاست والو ، پښتونخوا عوامي ملي ګوند، عوامي نیشنل ګوند قامي وطن ګوند او د جمیعت علما اسلام او د جماعت اسلامي مشرانو برخه واخیسته.

د جماعت اسلامي امیر سراج الحق په دې موقع وویل :

(( د قبایلو غوښتنه دا ده چې دوی دې په عزت سره ستانه کړی شي او ورته د رسیدلي تاوان جبران دې وکړی شي. له دوی دا غوښتنه کول چې د وطن سره د وفادارۍ سوګند دې پورته کړي، مناسبه نه ده. ځکه خلک مخکې نه د ملک وفاداره دي. ))

د عوامي نیشنل ګوند میا افتخارحسین په خپله وینا کې وویل : شمالي وزیرستان د قبایلو خپل کور دی، له دغه کوره دوی جنګونو راویستي وو، اوس چې دوی خپل کور ته ستنیږي، نو چانه او ولې د وفادارۍ سوګند واخلي.

قبایلو نه حکومت همدارنګه غوښتنه کړې وه چې د خپلو سیمو امنیت به هم خپله ساتي او حکومت سره به د امن و امان په راوستلو کې کومک کوي. خو د ټولګوندیزه کانفرانس ویناوالو د حکومت دغه غوښتنه نامناسبه وبلله.

په دې موقع د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي وویل :

(( د شمالي وزیرستان د خلکو ستونزې هوارول زموږ لومړیتوب دی. له دې وروسته پکار ده چې د ټولو پښتنو مشرانو یوه بله ګډه جرګه وشي، ځکه چې داوخت ټول پښتانه له بیلا بیلو ستونزو سره مخ دي، دا د ټولو پښتنو ذمه واري جوړیږي چې د دغو ستونزو د حل لپاره رایوځای شي. ))

د ټولګوندیزه کانفرانس په پای کې د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان وویل چې د ټولو سیاسي مشرانو د سپارښتنو په رڼا کې به یو پلاوی د پاکستان د وزیراعظم سره ګوري او هغوی ته به د قبایلو غږ ور رسوي.

XS
SM
MD
LG