د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو د وژنو پلټنې نه کېږي"


په پاکستان کې د بشري حقونو د مبارزینو یو احتجاج (پخوانی عکس)
په پاکستان کې د بشري حقونو د مبارزینو یو احتجاج (پخوانی عکس)

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي وايي چې د ملک په بیلا بیلو برخو کې د مدني ټولنو غړي، د حقونو دفاع کوونکي او خبریالان د مرګ له ګواه سره مخامخ دي او ریاستي ادارې د هغوي په حفاظت کې ناکامه ښکاري.

پراګ: په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي وايي چې د ملک په بیلا بیلو برخو کې د مدني ټولنو غړي، د حقونو دفاع کوونکي او خبریالان د مرګ له ګواه سره مخامخ دي او ریاستي ادارې د هغوي په حفاظت کې ناکامه ښکاري.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن غړي وايي ــــ په دغه هیواد کې ریاستي ادارې د هغو مجرمانو په نیولو کې پاتې راغلي دي چې د بشري حقونو دفاع کوونکي او خبریالان وژني او یا ورته د مرګ ګواښونه ورکوي.

د کمیشن د خیبر پښتونخوا د څانګې مشر شیر محمد خان ایډوکیټ وايي په بلوچستان ، قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو یو شمیر دفاع کوونکي او د مدني ټولنو غړي وژل شوي دي خو تراوسه د امنیتي ادارو له خوا نه خو په دې اړه څه پلټنې شوي دي او نه هم په دې جرمونو کې ککړ خلک نیول شوي دي.

د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د یوې غیرسرکاري ادارې مشره سبین محمود له هغه وروسته ووژل شوه چې د بلوچستان د ورک کړل شوو خلکو په اړه یوه غونډه رابللې وه.

په کراچۍ کې میشت خبریال ضیاالرحمان وايي ، اوس چې په کراچۍ او لاهور غوندې ښارونو کې هم څوک په بلوچستان او قبایلي سیمو کې د بشري حقونو پر موضوع خبره کوي نو هغه د هدفي بریدونو ښکار کیږي.

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخوانی بریګیډیر سعد محمدخان وايي ـــ د دې وژنو تر شا د بیلا بیلو ډلو او خلکو لاس کیدای شي او دا اوس د ریاستي ادارو ذمه واري ده چې د دې مجرمانو مخونه ښکاره کړي.

د یادونې وړ ده چې له تیرو څو کالونو راهیسې په پاکستان کې د بشري حقونو پر دفاع کوونکو ، خبریالانو ، سیاسي مشرانو او دامن کمیټیو پر غړو بریدونه ډیر شوي دي او یو شمیر د حقونو دفاع کوونکي له ملکه پر وتلو مجبوره شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG