د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د ۲۲ وسله والو د وژلو ادعا


د پاکستان پوځ وایي چې د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد جنګي الوتکود شمالي وزير ستان په دته خيلو سيمه کې د وسله والو يو شمير مرکزونه تباه کړي او لږ تر لږه ۲۲ وسله وال یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ وایي چې د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد جنګي الوتکود شمالي وزير ستان په دته خيلو سيمه کې د وسله والو يو شمير مرکزونه تباه کړي او لږ تر لږه ۲۲ وسله وال یې وژلي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې اي ايس پي آر لخوا د چارشنبې پر ورځ په دغه خپره شوي خبره پاڼه کې ويل شوي چې په دغو وژل شوو وسله والو کې يو شمير بهرنیان هم شامل دي، خو د وژل شوو وسله والو د شناخت په اړه یې څه نه دي ويلي.

په سمیه کې يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته بېګا شپه ويلي دي چې دا هوايي بمباري پس له هغې شوي چې تيره ورځ په یاده سیمه کې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو تر مينځه انښتې وشوې.

تر دا مهال ازادو سرچينو او وسله والو د پاکستاني پوځ د دی دعوې په اړه څه نه دي ويلي ،

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ پروسږکال د جون میاشتي راهيسې پراخ پوځي عملیات پيل کړي چې له امله یې په لکونو خلک بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG