د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ښځو له پاره د کاري فرصتونو اړیتا ده


په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، که چیرې په دې ولایت کې د ښځو له پاره ځانګړې ښوونځي، روغتونونه، کارخانې، فابریکې او نادولتي موسسې جوړې شي، نو له یوې خوا به ښځو ته د کار کولو زمینې برابرې شي او بل لوري ته به د ښځو یوهلویه برخه له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.

په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، که چیرې په دې ولایت کې د ښځو له پاره ځانګړې ښوونځي، روغتونونه، کارخانې، فابریکې او نادولتي موسسې جوړې شي، نو له یوې خوا به ښځو ته د کار کولو زمینې برابرې شي او بل لوري ته به د ښځو یوهلویه برخه له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.

په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وايي، که څه هم د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر ښځې، د روغتیا او ښوونې روزنې په برخو کې همدارنګه ځینو موسساتو کې کار کوي، خو ډیریو ښځو له پاره چې لوی اکثریت يې نالوستي دي، دوی د کار کولو له زمینو بې برخې دي.

د دوشنبې په ورځ په خوست کې یوې تنې مدني فعالې نادیه باوري مشال راډيو ته وویل، چې که ښځو ته دوامداره د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي، نو دوی به کرار، کرار پر ځان بسیا شي:

((خویندې د صحت په برخه کې کار کولو ته لیوالتیا لري، د ښوونې روزنې په برخه کې کار کولو ته لیوالتیا لري، د ښځو چارو ریاست د دوی له پاره شته، همدارنګه که دوی حرفوي زده کړو ته لاسرسۍ ولري، نو ډېر به ګټور تمام شي، موږ نه شو کولای هغه خویندې چې عمرونه يې لږ څه ډیر شوي تعلیم کولو اړې کړو، نو که چیرې د ښځو د برخې له پاره ځانګړې کارخانې، فابریکې یا داسې ښوونیز مرکزونه چې د حرفې د زده کړو په برخه کې پایښت ولري، د شپږو میاشتو او کال پروګرامونه ولري، یا نور صنعتي کارونه وي، د جامو ګنډل وي، نو موږ ښې تکړه خویندې لرو، ښه صنایع دستي لري، خو نه ورته څوک توجه کوي او نه هم بازار لري.))

یوه بله تنه عابده سروري هم نادیه باوري ته ورته نظر لري او خپلې غوښتنې داسې په ګوته کوي:

((د خوست په مرکز کې ښځې د روغتیا، تعلیم تربیې او موسساتو کې کار کولای شي، خو په ولسوالیو کې مشکلات زیات دي، نو که چیرې دوی ته په اطرافي سیمو کې د وچې میوې، یا نورو برخو کې کارخانې جوړې شي، نو دوی به د کار کولو زمینه برابره شي، کنه بې سواده ښځې په دفترونو کې کار نه شي کولای.))

د ولایتي شورا استازې زهره جلال وايي، که ښځو له پاره ځانته کار ځایونه جوړ شي، نو دوی به په پراخه کچه کار کولو ته مخه کړي:

((په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو په نوم یو روغتون جوړ شوی، چې ډیری پرسونل يې ښځې دي، په دې کې بې حده خوستۍ خویندې په کار بوختې دي، دې له پاره چې هغه د ښځو د راټولو یو ځای دی، په دې روغتون کې موږ لوستې او نالوستې خویندې لرو، که چیرې دوی ته یوه کارخانه صنعتي کار ځای وي، چې ښځې په کې وي، نو ډیرې ښځې به کار ته ورشي.))

بل لوري ته د چارو کارپوه زاهدشاه انګار په حکومتي ادارو کې د ښځو د لږ حضور لامل لږ معاشونه بولي، دی وايي که ښځو ته په حکومتي ادارو کې امتیازي معاشونه په پام کې ونیول شي، نو په حکومتي ادارو کې هم د ښځو ونډه ډیریږي:

((په خوست کې د ښځو چارو ریاست او له ښځینه ښوونځیو پرته چې یو شمېر ښځې په کې د مامورینو او معلمینو په توګه کار کوي، په نورو دولتي ادارو کې قطعاً ښځه ماموره نشته، له دې سره، سره چې په نادولتي ادارو او موسسو کې ډیرې ښځې کار کوي، په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو له پاره باد دولت په ځانګړي توګه په سرحدي ولایتونو کې ښځو ته فوق العاده امتیازات په پام کې ونیول شي، په دې سره به ښځې په دولتي ادارو کې هم کار کولو ته زړه ښه کړي.))

د یادونې وړ ده خوست د افغانستان په سویل ختیز کې پروت سرحدي ولایت دی، چې په ټولنیزو چارو کې يې د ښځو ونډه کمرنګه ده، خو بیا هم د زده کوونکو دریمه برخه يې نجونې دي، په وروستیو کالونو کې د نجونو د زده کړو په باب د کورنیو لیوالتیا ډېره شوې ده.

XS
SM
MD
LG