د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په مرسته کولتوري مېله


په اسلام اباد کې کولتوري مېله ( تصویر: په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له ویب پاڼې نه په مننه )
په اسلام اباد کې کولتوري مېله ( تصویر: په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له ویب پاڼې نه په مننه )

په اسلام اباد کې دامریکا د سفارت په مرسته یوه درې ورځنۍ کولتوري میله وشوه چې پکې د پاکستان د ټولو ژبو او صوبو فنکارانو برخه واخیسته او خپل هنر یې نندارې ته وړاندې کړ.

د امریکا سفیر رچرډ اولسن وايي دا ډول میلې د ولس لپاره د ډالۍ حیثیت لري. نوموړي ژمنه وکړه چې دپاکستاني فنکارانو د ژوند او فن د ترقۍ لپاره به یې حکومت خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

میرمن جوډیت په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د کولتوري څانګې مشره ده ، نوموړې مشال راډیو سره د خبرو پرمهال وویل :

(( د پروګرام مقصد ، ولس ته خوشالي او فنکارانو ته ډاډ ورکول دي.دا یوه لاره ده چې پرې پاکستان او امریکا یو بل ته نږدې کیږي. ))

د پښتنو فنکارانو په استازیتوب نیاز خان په دې غونډه کې برخه واخیسته. نوموړي په خپلو پښتو سندرو د خلکو زړونه خوشاله کړل. ده مشال راډیو ته وویل :

(( ټولو خلکو ډیره مینه راکړه، ټولو خلکو راسره مینه وکړه. د خلکو دغه مینه د پښتنو سره مینه ګڼم ، د سولې او امن سره مینه ګڼم. ))

نیاز خان ته په دغه میله کې د غوره سندرغاړي ایوارډ هم ورکړل شو. د امریکا د سفارت لخوا په ترتیب شوې دغه میله کې د نورو ترڅنګ له امریکا نه راغلې سندر غاړې ګریس میکلین هم برخه واخیسته. نوموړې مشال راډیو ته وویل :

(( دا میله زما لپاره ډیره خوندوره وه. زه په لومړي وار پاکستان ته راغلې یم. ماته دلته ډیره مینه راکړل شوه. زما په خیال موسیقي یو داسې ځواک دی چې موږ ټول سره یو کولی شي. زما د موسیقۍ پیغام مینه دی. ))

په میله کې برخه اخیستونکو خلکو ، دا ډول میلې د کولتور د ودې لپاره ګټورې وبللې.

XS
SM
MD
LG