د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پروني ځانمرګي بريد پر ضد لاريون وشو


د جلال اباد لاریون کونکي
د جلال اباد لاریون کونکي

د جلال اباد پروني ځانمرګي بريد ۱۵۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه. نن په جلال اباد ښار کې د ګڼ شمير مدني ټولنو فعالان په يوه لاريون کې د پيښې ځای ته د احتجاج په ډول ورغلل او خپل تعزيت يې څرګند کړو.

لاریون کونکي چې شمير یې لسګونو تنو ته رسيدو، د اتوار په ورځ د جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي ته ورټول شول او د يوه احتجاجي لاريون په توګه د پيښې ځای ته ورغلل او د سولې او امن نارې يې ووهلې.


د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباون د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې په مظلوم ولس دې رحم وکړي:

د جلال اباد لاریون
د جلال اباد لاریون


(( نننۍ راټوليدنه په دې موخه وه چې دغسې عملونه په کلکه وغندو. د دولت په وسله والو مخالفينو هم غږ کوو چې د ولس پر وړاندې ټوپک په ځمکه کيږدئ او دا ولس نور د ارام سا اخيستو ته پریږدئ.))

د جلال اباد ښار د اصنافو د اتحاديې يو تن غړي غني خان په دولتي چارواکو غږ وکړ چې خپل منځي اختلافات دې پريږدي او د ولس وژنې مخنيوی دې وکړي:


(( یو کال کيږي، چې انتخابات تير شوي، خو له هغې وروسته زموږ مشران د څوکيو په سر په جنګ دي، دوی سره د ملت غم نشته، د ملت غم د ملت له خلکو سره دی چې راغلل او دلته موږ سره اوږه په اوږه ودریدل او زموږ شهادت يې ونمانځه. حداقل يو چارواکی هم موږ سره په دې غونډه کې نشته چې وګوري چې دلته څه وشول او څه تېر شول؟ هغه ځمکه سوځي چې اور پرې بليږي، لاړ شئ او له هغو خلکو نه پوښتنه وکړئ د چا چې له کور نه څلور، څلور جنازې په يو ځای وتي دي.))

په اخره کې د ملي تحريک مشر استاد محمد اسمعيل يون له خوا په لسو مادو کې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي وو:


(( د غونډې او لاريون برخه وال د دولت په مخالفينو هم غږ کوو چې نور نو په دې او هغې نامه په هيواد کې افغان وژنه او انسان وژنه بس کړئ، پردۍ جګړه زموږ کور ته مه راوړئ، له ۳۷ کلنې جګړې څخه عبرت واخلئ. پردی ټوپک له خپلو اوږو کوز او مخونه لوڅ کړئ او دې ولس ته دومره حق ورکړئ چې خپل قاتل خو وپيژني.))

د يادولو چې پرون د جلال اباد ښار مخابراتو څلورلارې ته څیرمه ځانمرګي بريد تر سره شو، ۳۴ تنه ملکي وګړې په کې وژل شوي وو او ۱۲۵ تنه يې ټپیان کړي وو.

XS
SM
MD
LG