د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په پاکستان کې د تېرکال په پرتله د ترهه ګرۍ بریدونه زیات شوي دي”

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل تازه کلني رپورټ کې ويلي دي چې د تېرکال له اپريل مياشتېتر اوسه په دې هيواد کې د بشري حقونو په خلاف ورزیو کې زياتولی ليدل شوی دی او د پاکستان له قبايلي سيمو په لکونو خلک بې کوره شوي دي.

د ياد کمېشن لخوا د جمعې پر ورځ په خپره شوي رپورټ کې راغلي چې تېرکال په څه باندې دولس سوه ترهه ګريز بريدونوکې( ۱۷۲۳) وژل شوي او شاوخوا درې زره ژوبل شوي وو.

په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال د شمالي وزيرستان او خېبر ايجنسۍ په ګډون په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له کبله شاو خوا ۲۵ لکه خلک بې کوره شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي دي چې په پاکستان کې فرقه یيزه تشدد، پر اقليتونو بريدونه او د مېډيا پر ازادۍ بنديز زيات شوی او په کال ۲۰۱۴ م کې پاکستان تر ټولو زيات پوليو ځپلی هيواد مخې ته راغلی دی.

په رپورټ کې ويل شوي چې په ټول پاکستان کې د فرقه یيزه تشدد ۱۴۴ پيښې رپورټ شوې دي او په سند صوبه کې د هندوانو او عیسايانو پر ۱۱ عبادت ځايونو بريدونه شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن لخوا په جاري شوي تازه رپورټ کې د بلوچستان او ګلګت بلتستان دننه پر شيیعه ګانو د شوو بريدونو هم يادونه شوې وه.

XS
SM
MD
LG