د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال کریمي: پاکستان او افغانستان باید د تر هګرۍ په وړاندې کلک لاس سره ورکړي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د هغه افغان سیال جنرال شیر محمد کریمي
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د هغه افغان سیال جنرال شیر محمد کریمي

د افغانستان د پوځ مشر جنرال شيرمحمد کريمي وايې له سيمې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پکار ده چې افغانستان او پاکستان له يو بل سره نژدې همکاري وکړي.

اسلام اباد: د افغانستان د پوځ مشر جنرال شيرمحمد کريمي وايې له سيمې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پکار ده چې افغانستان او پاکستان له يو بل سره نژدې همکاري وکړي.

دا څرګندونې د افغان پوځ مشر جنرال شير محمد کريمي د شنبې په ورځ د پاکستان په کاکول پوځي روزنیز مرکز کې د وینا پر مهال کړې دي.

جنرال شیر محمد کریمي د پاکستانیو چارواکو په بلنه په کاکول پوځي روزنیز مرکز کې د عسکرو د فراغت یا پاسنګ اوټ پريډ دستورې ته د مشر مېلمه په دوګه ورغلی وو.

جنرال کریمي وویل چې ترهګر د پاکستان او افغانستان ګډ دښمنان دي او بايد چې پر ضد يې دواړه هيوادونه له يو بل سره همکاري او ملاتړ وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (آی ایس پي آر) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې جنرال شیر محمد کریمي د جمعې په ورځ ناوخته د راولپنډۍ په ښار کې د پاکستان پوځي مرکز ته ورغلی او له خپل پاکستاني سیال جنرال راحيل شريف سره يې لیده کاته وکړل.

خبرپاڼه لیکي چې دې پوځي مشرانو د سيمې او په خاصه توګه د افغانستان د امنيت ، د پاکستان او افغانستان د پولې د انتظام او د دواړو هيوادونو د پوځونو ترمنځ د دفاع او روزنې په برخه کې د همکارۍ زياتولو سره پر تړلو مسلو خبرې وکړې.

تر دې وړاندې د راولپنډۍ پوځي هېډکواتر ته د ورتګ پر مهال د افغانستان د پوځ مشر جنرال شير محمد کريمي په دراناوي کې د سلامۍ دستوره هم وشوه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG