د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په جلال اباد کې چاودنې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژلي دي


د افغانستان په جلال آباد ښار کې نن (شنبه) سهار په یوه چاودنه کې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

جلال اباد: په جلال آباد ښار کې نن (شنبه) سهار په یوه ځانمرګي چاودنه کې د چارواکو په وینا ۳۳ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر لطف الله زریاب په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار په مخابراتو چوک کې شوې ده.

د ښاغلي زریاب په خبره چاودیدونکي مواد د کابل بانک دروازې ته مخامخ په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځاي شوي وو چې په کې ۳۳ کسان وژلي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

ډاکټر نجیب الله کامه وال مشال راډیو ته وویل چې د دې چاودنې تلفات زیات دي او ټپیان پر دولتي روغتون سربېره شخصي روغتونونو ته هم انتقالیږي.

وسله والو طالبانو په دې چاودنه کې د لاس لرلو خبره رد کړې ده.

اخوا د جلال آباد ښار په یوې بلې سیمه کې هم چاودنه شوې خو تر اوسه یې جزییات نه دي روښانه شوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په جلال آباد ښار کې د شنبې د ورځې چاودنې غندلي دي.

د ولسمشر غني پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلي شوي دي چې دا د دښمنانو غیر انساني او نه مننونکی کار دی.

بل پلو د افغانستان ولسي جرګې هم په ننګرهار کې د نن ورځې برید او چاودنې غندلي دي او له امنیتي چارواکو یې غوښتي چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي.

(د دې موضوع په اړه تازه مالومات را روان دي)

XS
SM
MD
LG