د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوې عربي خیریه ټولنې له وزیرستانیو کډوالو سره مرسته وکړه


د افغانستان په خوست ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د سعودي عربستان د یوې نړیوالې خیریه ټولنې له خوا د دې ولایت په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو پر ۲۸۷۰ کورینو د خوراکي توکې مرستې وویشل شوې.

د افغانستان په خوست ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د سعودي عربستان د یوې نړیوالې خیریه ټولنې له خوا د دې ولایت په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو پر ۲۸۷۰ کورینو د خوراکي توکې مرستې وویشل شوې.

یادې مرستې، چې د یولک پنځلس زره ډالرو په قیمت وې، په وزیرستاینو کډوالو کې هغو ښځو، کونډو، یتیمانو او معیوبینو ته ورکړل شوې، چې هغوی په کور کې د ګټې وټې له پاره څوک نه درلودل.

د ګلان په کېمپ کې پر پرتو وزیرستانیو کډوالو د مرستو د ویش په لړ کې دا ځل د سعودي عربستان د یوې نړیوالې اسلامي خیریه ټولنې له خوا یوه اندازه خوراکي توکي تقسیم شول.

په دې مرستو کې هرې کورنۍ له پاره یوه اندازه اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او نور توکي شامل وو.

د افغانستان له پاره د سعودي عربستان د نړیوالې خیریه ټولنې مشر استاد حسن شحیر چې د یادو مرستو په ویش کې موجود وو، مشال راډيو ته وویل، چې دوی د رسنیو له لارې د وزیرستانیو کډوالو د اړتیاوو او ضرورتونو خبر شول.

ده زیاته کړه، دوی نه یوازې په دې کډوالو یوه اندازه خوراکي توکي ویشي، بلکې د دوی د اړتیاوو جاج هم اخلي تر څو سعودي عربستان په راتلونکې کې دې خلکو سره نورې مرستې وکړي:

((د سعودي عربستان نړیواله خیریه ټولنه چې د یاد هېواد تر چتر لاندې کار کوي، کله چې موږ د رسنیو له لارې واوریدل، چې دا خلک خوست ته راکډوال شوي او سخت ضرورت لري، په همدې اساس موږ هم دلته راودانګل او دا کمکونه مو دلته راوړل، موږ د دې خلکو اساسي ستونزې وینو، د هغې به رڼا کې به په اینده کې نور کمکونه هم کیږي.))

د ګلان کېمپ کې درې تنه وزیرستاني کډوال چې د نورو په شان يې د سعودي ددې خیریه ټولنې مرسته ترلاسه کړي وايي، چې دا مرستې په کېمپ کې یوازې یوې برخې کډوالو ته رسیږي.

هغوی که له یوې خوا د دې مرستو قدر کوي، بلخوا غوښتنه کوي، چې سعودي عربستان دې دا ډول مرستې ډېرې کړي:

((نوم مې مظفر خان دی، زه داوړ یم، موږ ته انشاالله مرسته په روغ لیول باندې روانه ده، خو مرسته کمه ده او موږ پرې ډېر یو، خو کومه مرسته چې نږدې درې زره کورنیو ته راغلې ده، په دې هم خوښ یو، حال دا چې موږ په کېمپ کې نهه یا لس زره کوره یو.

۲-زه په قوم داوړ یم درپه خېل نوم غازي الله دی، موږ د دې مرستې شکریه اداء کوو، له دې چې موږ ته له لیرو هېوادونو یو او بل شی راشي، خو که دا مرسته ډېره شي، نو خوند به وکړي.

۳-زما نوم سیدولي خان دی ، زه د محمدخېلو داوړ یم، زموږ غوښتنه داده، چې دا خلک د خوراکي توکو له پلوه سخت په تکلیف کې دي، نو که میاشت په میاشت زموږ سره مرسته وشي، ډېره شکریه به وي.))

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت یو تن سلاکار حیات الله سباوون هم د کډوالو غوښتنې پر ځای ګڼي او د سعودي عربستان د نړیوالې خیریه ټولنې څخه د نورو ورته مرستو غوښتنه کوي، نوموړی له خوراکي توکو

سربیره د ښوونې، روزنې، روغتیا، د اوبو څاګانو او نورو برخو کې هم د وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو غوښتنه کوي.

په همدې توګه د خوست د کډوالو چارو رئیس حسن محمد احسان وايي، چې په تېرو لسو میاشتو کې د شمالي وزیرستان د مختلفو سیمو څخه په زرګونه کډوال راغلي، چې ۳۰۵۲۶ کورنۍ دوی سر ثبت او راجسټر دي.

د نوموړي په وینا که څه هم اتیا سلنه کډوالو له پاره د افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له خوا د مرستو انتظام شوی، خو تر اوسه هم وزیرستانیو کډوالو ته د مرستو د وېش بهیر منظم شوی نه دی او یو شمېر داسې کورنۍ هم شته، چې له راجسټر پاتې شوي او مرستې يې نه دي ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG