د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۴ ښوونځي او ۳ کلینیکونه جوړيږي


په ننګرهار کې د څه باندې لس ميلونو ډالرو په ارزښت څوارلس بابه ښوونځي او درې کلینیکونه جوړيږي.

په ننګرهار کې د څه باندې لس ميلونو ډالرو په ارزښت څوارلس بابه ښوونځي او درې کلینیکونه جوړيږي.

د جاپان هيواد په مالي مرسته د ځه باندې لس ميلونو ډالرو په ارزښت به د ننګرهار په بهسودو او سره رود ولسواليو کې دغه پروژې پلي شي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په دې اړه جوړې شوې غونډې کې خبريالانو ته وويل چې په روانه اونۍ کې به په یادو شويو ټولو پروژو عملي کار پيل شي.

(( دا اخيرنۍ پروژې وې، چې د فنډ له امله لږې ځنډيدلې وې چې د جایکا موسسې له خوا نه په فنډ کې څه کموالی هم راغلی و چې اوس يې د تطبیق لپاره يو، این، او، پي ایس ته ورکړي دي. دا د لس عشاريه څلور ميلونو ډالرو پروژې دي. څوارلس د ښوونځيو دوه منزله ودانۍ دي او درې کلینیکونه دي. دا نو مهمې پروژې په دې دي، چې زموږ انکشافي پروژې دومره نه دي چې موږ پرې دغومره پروژې پلي کړو. انکشافي بوديجه ډیره کمه راځي. په همدې ورځو کې به د ښوونځيو او کلینیکونو په جوړيدو پيل وکړو.))

د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعلزی وايي چې په ننګرهار کې ۴۵ سلنه ښوونځي سرپناه نه لري خو زیاتوي چې د يادو ښوونځي په جوړيدو سره به تر څلويښت زره پورې د زده کوونکو د سرپناه ستونزه اواره شي.

(( په دې کې يو ښوونځی ابتدايي دی نورې ټولې ليسې دي چې د ذکرو اناثو پورې مربوط دي چې تر څلويښت زره پورې شاګردانو ته به د سرپناه سهولت ورکړي.))

د بهسودو ولسوالۍ د پرمختيايي شورا ريس ملک نعمت حليم وايي چې د ښوونځيو او کلینیکونو څارنه او ساتنه به کې کوي.

(( موږ به په مکمله توګه د دې پروژو هم څارنه کوو او ساتنه کوو هم به يې د امنيت په ساتلو کې پوره پوره همکاري کوو. ځکه چې دا د صحت او معارف په برخه کې مهمې پروژې دي.))

د چارو شننونکي وايي چې ګه چيرې د روغتیا او تعلیم په برخه کې دغه شان پروژې نورې هم پلي شي، نو د اوس پر تله به د پوهنې په ډګر کې څو برابره پرمختګ وشي.

XS
SM
MD
LG