د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټی: مزدوران د هندي استخباراتو لاس پوڅو وژلي دي


د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګتی وايي، په تربت کې شل مزدوران کوم بلوڅ نه دي وژلي او دا کار يې د هند د استخباراتو د لاس پوڅو کار بللی.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د خالي په غرمه د بلوچستان د وزیراعلی په کور کې په يوه بېړني خبري کنفرانس کې وویل، هر هغه څوک چې د دې مزدورانو په وژلو کې ککړ دي، بلوڅ نه، بلکې د ده په خبره د هندوستان د استخباراتو لاس پوڅي دي او د مزدورانو دا وژل يې د کوم پنجابي يا سندهي نه، بلکې د پاکستانيانو مزدورانو وژنه وبلله.

((سرفرازبګټی وايي، دا ترهګر چې ظلم او بربریت يې کړی، هغوي ته دا پيغام ورکوم، چې د را لښکر پاکستان کله هم غیرمحفوظه کولای نشي. او په پاکستان کې پنجابی او بلوڅ ټول يو يو، او ټول پاکستانيان يو، دا پاکستانيان وژل شوي دي. کوم پنجابی يا سندهی نه دی وژل شوی او نه هم کوم بلوڅ دوي وژلي دي. د ترهګرو نه کوم قام وي او نه يې هم کومه قبیله وي، ترهګر يواځې ترهګر وي))

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي په دې خبري غونډه کې وویل، تردې پېښې وروسته يې په سیمه کې عمليات پېل کړي، چې د ده په خبره وروسته به يې مالومات له رسنيو سره شريک کړل شي. بګټی زیاتوي، د هغو پولیسو او لیوي سرتېرو د نيولو او د محکمانه پلټنو امر يې ورکړی، چې د دې مزدورانو د ساتنې لپاره وو، او د برید پر وخت يې هيڅ مزمت کړی نه دی.

(( زه ددې په منلو هيڅ شرم نه محسوسوم، او ستاسو او د قام مخې ته باید دروغ ونه وایم. دې لیويزو او پولیسو د برید په وخت وسله والو ته هيڅ ځواب ورکړی نه دی. ما ددوي د نيولو امر ورکړی دی. او ددوي پر ضد به محکمانه کاروايي کېږي. ځکه چې د بلوچستان په پولیسو او لیویزو کې دداسې بزدلانو لپاره هيڅ ځای نشته))

د سرفراز بګټي په خبره د صوبې د اطلاعاتو د وزیر عبدالرحيم زیارتوال په مشری کې به يو پلاوی د وژل شوي مزدورانو له مړيو سره صادق آباد ته ځي او دا پيغام به ور رسوي، چې وژل شوي د دوی پاکستانيان دي او قاتلين يې ترهګر او بلوڅ يا بلوچستانيان نه دي.

د ویلو وړ ده چې د جمعې او خالي په منځنۍ شپه د تربت په ګوګ دان سیمه کې نامالومه وسله والو د سهراب بند پروژې د مزدوراانو پر کمپ برید کړی وو او شل مزدوران يې وژلي، درې نور يې ژوبل کړي وو، چې مسووليت يې بلوچ لیبرېشن فرنټ نومې بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې ځایي رسنيو ته قبول کړ.

XS
SM
MD
LG