د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په تربت کې د وسله والو په ډزو۲۰ مزدوران وژل شوي


تېره شپه د بلوچستان په تربت سيمه کې وسله والو د برېښنا د يوه بند په پروژه کې پر کارکوونکيو مزدورانو ډزې کړې او۲۰ مزدوران يې وژلي دي او درې يې ټپيان کړي دي.

تېره شپه د بلوچستان په تربت سيمه کې وسله والو د برېښنا د يوه بند په پروژه کې پر کارکوونکيو مزدورانو ډزې کړې او۲۰ مزدوران يې وژلي دي او درې يې ټپيان کړي دي.

په وژل شويو کسانو کې ۱۶ د پنجاب او څلور تنه د سيند اوسېدونکي دي.

بېګا د شپې د يوه نيمې بجې په شاوخوا کې د ايران پولې ته نيژدې په د تربت ښار په ګوګ دان سيمه کې وسله والو په يوه پروژه کې پر کارکوونکيو مزدورانو په داسې حال کې ډزې وکړې، چې هغوى ويده وو او په نتيجه کې يې تر۲۰ زيات مزدوران مړه او ټپيان کړل

د کېچ ضلعې مرستيال کميشنر ممتاز علي وايي، چې دغو مزدورانو تربت ښار ته نيژدې پر يوه برېښنا بند باندې د پله د جوړولو په پروژه کې کار کاوه او د شپې په خواږه خوب ويده وو، چې وسله والو يې پر کېمپ ناببره برید وکړه، ۲۰مزدوران يې و وژل او درې نور يې ټپيان کړل.

په پېښه کې د وژل شويو کسانو مړي او ټپيان سمدستي د تربت ښار دولتي روغتون ته را انتقال کړي دي، د روغتون سرچينې وايي د ژونديو پاته شويو درو تنو ټپيانو حالت هم مرګونى دى.

د تربت لېويز پوليسو او ملېشه ځواکونو سرتېري تر حملې وروسته د پېښې ځاى محاصره کړى، خو وايي چې بريد کوونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

مرستيال کميشنر ممتاز علي مشال راډيو ته وويل، چې په وژل شويو کسانو کې ۱۶تنه يې د پنجاب د صادق آباد او څلور نور د سيند ايالت اوسېدونکي وو.

″د سهراب په نوم پر يوه باراني خوړ باندې چې نېزونه پکې راځي يو پل جوړېده، په هغه کې مزدورانو کار کاوه، دوى د شپې ويده وو چې وسله والو ورباندې ډزې کړې دي ۲۰ مزدوران يې وژلي درې يې ټپيان کړي دي. د دغو مزدورانو پر امنيت باندې لېويز پوليس ګومارل شوي وو، خو وسله والو د شپې په تياره کې حمله ورباندې، لېويز پوليسو چې ځوابي حمله ورباندې کوله دوى تښتېدلي وو، د وسله والو د شمېر په اړه هم تر اوسه څه نه شو ويلاى″

د دې حملې مسووليت سمدستي کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو تر دې مخکې هم چې د پرمختيايي کارونو پر کارکوونکيو بريدونه شوي، مسووليت يې د بلوڅو خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان تربت، پنجګور او آواران هغه سيمې دي چې خپلواکي غوښتونکي بلوڅان پکې ډېر فعال دي او تر دې وړاندې هم په دغو سيمو کې د پرمختيايي کارونو په پروژو کې پر کارکوونکيو باندې بريدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG