د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، له امریکا د اربونو ډالرو وسلې اخلي


اسلام اباد - د پنجشنبې پر ورځ ماسپښین په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم وویل، وسلې ته اړتیا لري چې د ((ترهګرۍ پر ضد په جګړه)) کې به ورسره مرسته وکړي.

دې وویل، په دې لړ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ویلي او که د کانګرس غړي پر دې سودا پوښتنې لري نو کولای شي چې د یوې میاشت په موده کې ورباندې خبرې وکړي.

تسنیم اسلم وویل، هیله منه ده چې دا سودا به ژر وشي خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې امریکا بالاخره د دفاع او امنیت په برخه کې د پاکستان اړتیاوې ومنلې.

له یوې مودې راهیسې د امریکا و پاکستان اړیکي ښه نه دي. د وسلو سودا ایا په اړیکو کې د ښه والي څرګندونه کوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په اسلام اباد کې د پاکستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر نجم رفیق وویل، اوس هم د واشنګټن و اسلام اباد تر منځ د باور کمی دی.

((په تېرو ورځو کې له هند سره د ستراتیژیکو اړیکو پراخولو له کبله د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي لا پسې خراب شول. خو د [وسلو] سودا مطلب دا دی چې امریکا غواړي په سیمه کې له هند او پاکستان دواړو سره ښه اړیکي وساتي)) ځکه چې دواړو هېوادونو ته ضرورت لري. ((نو دا یو ډېپلوماټیک اقدام دی.))

رفیق زیاتوي، د وسلو له اخیستو سره به د پاکستان پوځي وړتیاوې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG