د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې به د شري ناروغۍ ضد کمپاين چليږي.


د بلوچستان د صحت څانګه وايي، په دغه صوبه کې به د شري ناروغۍ پرضد دوولس ورځنی کمپاين چلوي، چې ددوي په خبره په کې به شاوخوا پنځه دېرش لکه ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد پېچکارۍ لګول کېږي

د بلوچستان د صحت څانګه وايي، په دغه صوبه کې به د شري ناروغۍ پرضد دوولس ورځنی کمپاين چلوي، چې د دوی په خبره په کې به شاوخوا پنځه دېرش لکه ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد پېچکارۍ لګول کېږي.

د اي پي ايي څانګې مشر ډاکټر اسحاق پانېزي او يو شمېر نورو چارواکو د جمعرات په ورځ په يوه خبري غونډه کې ددې کمپاين اعلان وکړ.

تر خبري غونډې وروسته ډاکټر اسحاق پانېزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې کمپاين کې به شاوخوا پنځه دېرش لکه ماشومانو ته د شرۍ ناروغۍ ضد پېچکارۍ لګېږي.

((له ديارلس اپرېل څخه به د شري د ناروغۍ ضد کمپاين په ټولو دېرش ضلعو کې پېلېږي. دغه کمپاين به دوولس ورځې دوام لري، چې د پنځه دېرش لکه په شاوخوا کې هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې له شپږو مياشتو بیاتر لسو کلونو پورې دي، هغوي ته پېچکارۍ لګېږي))

د ډاکټر اسحاق پانېزي په خبره د بلوچستان په بېل بېل سیمو کې د شري د ناروغۍ له امله په بیا بیا يو شمېر ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې دده په خبره ځکه نو د څلورو کلونو پر ځای دوه کاله وروسته همدا کمپاين پېلېږي.

ډاکټر پانېزی زیاتوي، ځيني خلک لا هم دې کمپاينو ته د شک په سترګه ګوري، چې دی يې لامل يواځې او يواځې ناپوهي په ګوته کوي.

((په خلکو کې لا هم تراوسه پورې پوهاوی نشته، او دوي دې ته لا هم د ماشومانو د منصوبه بندۍ د کمپاين په سترګه ګوري، چې داسې قطعاً نه ده. که يو واري خلک په دې پوه شي، نو که خدای کول په ټول پاکستان کې او ټول بلوچستان کې به ډېر ژر موږ د شري له ناروغۍ څخه ځان خلاص کړو))

د بلوچستان د صحت د څانګې د چارواکو په خبره په بلوچستان صوبه کې په ۲۰۱۳م عیسوي کال کې اووه څلوېښت په ۲۰۱۴م عیسوي کال کې شپږويشت او په روان ۲۰۱۵م کال کې لږ تر لږه پنځه ماشومان وژل شوي دي. چې د دوی په خبره دا يواځې د هغو ماشومانو شمېر دی، چې په بېل بېل سرکاري روغتونو کې درج شوي دي.

XS
SM
MD
LG