د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په انتخاباتو کې د درغلۍ څېړلو بله غونډه د اپرېل پر ۱۶مه کېږي


د تحریک انصاف ګوند پلویانو او غړو تر اوږده مهاله د مسلم لیګ په مشرۍ جوړ حکومت پر ضد احتجاج وکړ
د تحریک انصاف ګوند پلویانو او غړو تر اوږده مهاله د مسلم لیګ په مشرۍ جوړ حکومت پر ضد احتجاج وکړ

اسلام اباد -په پاکستان کې د ۲۰۱۳ز کال په پارلېماني انتخاباتو کې د درغلۍ تورونو څېړلو لپاره د عدالتي کمېشن غونډه وشوه.

کمېشن له سیاسي ګوندونو وړاندیزونه وغوښتل او ورته یې د درغلۍ ثبوتونو وړاندې کولو وینا کړې.

تر غونډې وروسته کمېشن اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۱۶مه به د معاملې اورېدنه کوي.

د درې کسیزه عدالتي کمېشن (کمېسیون) مشري د پاکستان سپریم کورټ (سترې محکمې) مشر قاضي ناصر المک کوي.

د کمېشن دوه نور غړي قاضي امیر هاني مسلم او قاضي اعجاز افضل خان دي. د مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف ګوندونو تر منځ څو ورځې مخکې د شوې موافقې تر مخه به دا کمېشن په یوه نیمه میاشت کې په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ یا ټګۍ تورونه څېړي او خپل رپورټ به وړاندې کوي.

دا عدالتي کمېشن کولای شي چې د څېړنو لپاره سرکاري کارکوونکي هم وروغواړي. له دې سره سره دا کمېشن کولای شي چې څېړنیزې ډلې هم جوړې کړي.

کله چې د مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف ګوندونو تر منځ سلا وشوه نو روانه میاشت (اپرېل) د ولسمشر له دفتره په خپور شوي فرمان یا حکمنامې کې وویل شول چې کمېشن به دا څېړي چې ایا تېر پارلېماني انتخابات راڼه ول او که څنګه؟ له دې سره سره به کمېشن ګوري چې که د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې درغلي شوې وه نو هغه منظمه (یا سېسټماټیکه) وه او که نه؟

حکمنامې ویلي ول چې هر سیاسي ګوند کولای شي له کمېسیون سره اړیکی وکړي.

د قانوني چارو پوه شهاب الدین خان وايي، دا دومره لویه مسله نه ده چې ورته د لوړ کچ کمېشن جوړ کړل شي.

((د انتخاباتو لپاره چې څوک ولاړ (نوماند) وي او د هغوی تر منځ چې هر ډول شخړه راځي نو د هغې د هواري لپاره انتخاباتي کمېشن اییني او مناسبه اداره ده. نو د یو وکیل په توګه زه ګڼم چې د یوې داسې معاملې چې د هغې پرېکړه د انتخاباتي کمېشن یا د الېکشن د ځانګړو عدالتونو په ذریعه کېدای شوه، هغې ته حکومت او پاکستان تحریک انصاف، د سیاسي مقاصدو لپاره د عدالتي کمېشن شکل ورکړ. دا کمېشن په لویو ملي معاملو کې جوړول په کار وي، نه د انتخاباتو دې ډول مسلو لپاره.))

خو د سیاسي چارو پوه خالد عزیر وايي، د پاکستان له جوړېدو راهیسې چې ولیدل شي نو د پاکستان ولس سیاسي واک او قوت نه لري چې له کبله یې د سرمایه داران، جاګیرداران او ځمکوال په بیا بیا سیاست ته راځي او د ولس پر ځای ځان ته ګټه رسوي.

د ده په وینا، ((د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان اشاره ورکوي چې دا ډول حالات باید سم شي چې په ریښتیني ډول ولس ته واک انتقال شي او ولس دا فیصله وکړي چې څوک یې استازیتوب وکړي. زما په فکر، باید انتخاباتي اصلاحات وشي. په انتخاباتي نظام کې دې د خامیانې ختمې کړل شي او ولس ته دې حق ورکړل شي چې سمه فیصله وکړي.))

پاکستان تحریک انصاف پر واکمن مسلم لیګ (ن) تور پورې کړی وو چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې په انتخاباتو کې درغلي کړې وه. که څه هم مسلم لیګ له دې توره انکار کوي خو د تحریک انصاف تر اوږدمهاله احتجاجونو او ناستو وروسته حکومت دې ته اړ شو چې د عدالتي کمېشن په جوړولو سلا شي.

XS
SM
MD
LG