د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په تیرا کې د سلګونه وسله والو وژلو دعوه کوي


په تیرا کې د عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوي کورونه.
په تیرا کې د عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوي کورونه.

لواړګی - د پاکستان پوځ د قبایلي سیمې خیبر په تیرا کې د روانو عملیاتو پر مهال د ۲۶۳ وسله والو وژلو دعوه کړې ده.

په دې لړ کې د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د چارشنبې یا شورو پر ماښام په یوه خبر پاڼه کې لیکلي، ((د چارشنبې پر ورځ د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف تیرا ته وررغی او هلته ورته د وسله والو پر ضد د خیبر – ۲ په نوم عملیاتو په اړه مالومات ورکړل شول.))

خبرپاڼه د ای اېس پي ار مشر جنرال عاصم باجوه له خولې وايي، ((په تیرا او نورو شاوخوا سیمو کې د روانو عملیانو پر مهال تر اوسه لږ تر لږه ۲۶۳ وسله وال وژل شوي دي. په دې عملیاتو کې تر اوسه ۳۵ امنیتي سرتېري هم وژل شوي.))

بیان وايي، پوځ په سیمه کې شاوخوا ۳۹۲ ښخ کړل شوي بمونه یا بارودي سرنګونه هم ناکاره (خنثا) کړي.

باجوه دعوه کوي، ((امنیتي سرتېرو په تیرا کې د وسله والو یو شمېر پیاوړي مرکزونه ړنګ کړي او د تیرا زیاتره برخه یې نیولې ده.))

دی دعوه کوي چې پوځ د ډېورنډ کرښې لوري ته پرمختګ کړی او د وسله والو تګ راتګ لارې یې تړلې دي.

بیان وايي، د پوځ مشر جنرال شریف په تیرا کې د جګړې لومړۍ لیکې ته ورغی او له پوځیانو سره یې ولیدل. نوموړي د سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه.

د پوځ د دې ادعاو په اړه لا وسله والو څه نه دي ویلي.

په سیمه کې د خبریالانو ناموجودګۍ له کبله ازادې سرچینې هم د دې ادعاو پخلی نه کوي.

XS
SM
MD
LG