د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې وژل شویو مړي خپل کلي کې خاورو ته وسپارل شول


چارسده - په افغانستان کې د وژل شویو پینځو مزدورانو مړي د خیبر پښتونخوا په چارسدې کې خاورو ته سپارل شوي دي. دا کسان دوه میاشتې مخکې وسله والو تښتولي ول.

د چارسدې د پړانګو پولیسو مشر عمران خان مشال راډيو ته وویل، د میان کلي اته مزدوران د کار لپاره افغانستان ته تللي ول خو شاوخوا دوه میاشتې اګاهو وسله والو هغوی له خپلې دېرې وتښتول.

ده وویل، په وژل شویو کې څلور د یوې کورنۍ غړي دي.

((دا اته کسان دوه میاشتې مخکې د [ننګرهار] له مارکو څخه تښتول شوي ول چې پکې د پینځو مړي دلته راوړل شول او خاورو ته وسپارل شول. پاتې درې کسان ورک دي. [دا نه ده مالومه] چې درې کسان اوس هم له تښتوونکو سره دي او که نه. ټول کسان د پړانګو سیمې دي.))

د وژل شویو ورور اعظم خان وویل، د وژل شویو وروڼه او پلرونه غریبان ول او د مزدورۍ لپاره تللي ول.

((تقریباً دوه میاشتې وشوې چې زما وروڼه او ترونه بې درکه شوي ول، هېڅ پته یې نه لګېده. پرون چا [ټیليفون] وکړ چې راشئ ستاسې مړي د غني خېلو په بازار کې پراته دي. بس پسې ورغلو او مړي مو دلته [چارسدې ته] راوړل، [د زیارت یا پنجشنبې پر ورځ مو] خاورو ته وسپارل. ډېر لوی غم او ویر دی. ډېر بې وسه خلک یو. له دوی سره څلور نور ملګري هم ول. په هغوی کې یو مړ او درې ورک دي.))

دې کسانو په ننګرهار کې د شړشمو تېلو کاروبار او مزدوري کوله.

د دې کسانو د وژنې پړه لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG