د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د پوهانو انتقادونه


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

اورېدونکو په نننۍ خپرونه کې به واورئ چې د خیبر پښتونخوا حکومت په څه ډول په صوبې کې د هنر او موسیقۍ ودې لپاره کار کوي.

په صوبې کې هنرمندان او فرهنګیان پر حکومت انتقاد کوي چې د هنر او ادب ودې لپاره د پام وړ اقدامات نه کوي.

خو د کلتوري چارو وزیر شاه فرمان وايي، دوی په وروستیو کې د صوبې د ولس د ساعت تېرۍ (تفریح) او د کلتوري یا ثقافتي ارزښتونو ساتنې او ژوندي کولو لپاره هلې ځلې کړې دي. دی وايي، دا د حکومت ذمه واري ده چې د ځوانانو او کلچر لپاره کار وکړي.

البته د پښتو نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم وايي، حکومت ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه. دی وايي، د کلتور له وزیر سره یې خبرې وکړې او وزیر ورته ویلي چې د هنري او ادبي هلو ځلو لپاره په میلیونونه روپۍ لري، خو په عملي توګه د حکومت کار نه ښکاري.

پر دې موضوع نور بحث او سندرې هم اورېدای شي.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د هنرمندانو انتقادونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG